د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسوولان وايي چې د تېرکال په پرتله سږکال هېواد کې د غنمو په حاصلات کې د ۱۳سلنې ډېروالي اټکل شوی دی.
دغه وزارت نن پنجشنبه، غبرګولي ۲۴مه پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت د احصایې او معلوماتو ریاست د شمېرو له مخې، سږکال به له کروندو څخه ۴.۹ میلیونه مټریک ټُنه حاصلات راټول شي چې د تېرکال په پرتله ۱۳سلنه ډېروالی ښيي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
یاد وزارت همداراز لیکلي: «سږ کال هېواد کې د غنمو حاصلات د تېر کال په پرتله ۱۳ سلنه ډېر شوي دي. د دغه ریاست شمېرې ښیي، چې په ۱۴۰۳کال کې د هېواد په کچه شا وخوا پر ۲.۱۴ میلیون هکټاره ځمکه غنم کرل شوي، چې له دغو کروندو څخه به ۴.۹ میلیون مټریک ټنه حاصلات راټول شي، چې د تېرکال په پرتله ۱۳ سلنه زیاتوالی ښيي.»
په ورته مهال د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، سږکال د تېرکال په پرتله هېواد کې پر شپږ سلنه ډېرې ځمکې غنم کرل شوې دي.
یاد وزارت د غنمو حاصلاتو ډېروالي لاملونو په اړه لیکلي: «عمده لامل يې په ۱۴۰۳ کال کې پر وخت اورښتونه دي. د يادونې وړ ده چې سېلابونو هم په يوشمېر ولايتونو کې د غنمو کروندې ويجاړې کړې او حاصلات يې لهمنځه وړي دي.»
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د افغانستان د غنمو اړتیا ۶.۹ میلیونه مټریک ټُنه اټکل شوې چې پهکې د خوراکي توکي، کرنیزو تخمونو لګښتونه او د حاصلاتو د راټولولو پرمهال ضایعات شامل دي.
دې شمېرو ته په کتو او د اړتیاوو او تولیداتو په پام کې نیولو سره به سږکال هېواد کې شاوخوا دوه میلیونه مټریک ټُنه غنمو کمښت شتون ولري.