Asset 1SWN

د هوا پېژندنې ریاست ۹ ولایتونو کې د واورې او باران خبرداری ورکړی

AMD-788-r3yikdapj9cefzlg94m9kdnlhxuo7nbbyl3n1sheh4

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندې ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د هېواد په ۹ ولایتونو کې د شدیدو واورو او بارانونو ورېدو اټکل کړی چې ورسره د سېلابونو راوتو احتمال هم شته.

دغه ریاست سبا (دوشنبه، د وري ۱۸) بدخشان، تخار، کندز، بغلان، سمنګان، بلخ، سرپل، بامیان او فاریاب ولایتونو کې د واورې او باران ورېدو اټکل کړی دی.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغو ولایتونو کې به د واورې اندازه له ۱۰ تر ۲۰ ساتني مترو او د باران هم له ۱۰ تر ۳۵ ساتني مترو پورې ووسي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو برخو کې درنه واوره او بارانونه د ویجاړوونکو سېلابونو لامل شول.

دغو سېلابونو یوشمېر ولایتونو  کې خلکو ته د مالي زیانونو ترڅنګ، ځاني زیانونه هم اړولي وو.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام