د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې رییس نجیب شریفي د مطبوعاتو د ازدۍ نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو څېړلو په اړه د حکومت څرګندونې ادعا او سمبولیکي بولي وایي، په دې برخه کې د مرستو غوښتنو سره سره لازمه همکاري او توجه نه ده شوې.
نوموړی وایي، په تېرو ۶ مياشتو کې یې ۲۰ ځله له حکومت او امنیتي ادارو څخه غوښتنه کړې چې د خبریالانو د وژنې دوسیې دې له دوی سره شریکې کړي. خو په وینا یې، حکومت د خبریالانو د وژنې او تاوتریخوالو په اړه د نیول شویو کسانو هغه شمېرې چې خپروي یوازې ادعا ده او که حقیقت لري نو له دوی سره دې شریکې کړي.
په ورته وخت کې، د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش په دغو مراسمو کې ټينګار کوي چې حکومت د خبریالانو د امنیت خوندبتوب ته ژمن دی او د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ټولو قضیو ته رسېدنه شوېده.
د نوموړي په وینا، د حکومت او رسنیو د ګډې کمیټې له جوړېدو راهیسې، له ۱۳۸۱ کال راپدیخوا د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ټولې قضیې څېړل شوي او په دې موده کې ۵۷۵ قضیو ته رسېدنه شوې ده او تر دا مهاله کومه قضیه له څېړنې پرته نه ده پاتې شوې.
بلخوا، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست طاهر زهیر د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو برخه کې د حکومت نا غېړي مني خو وایي، حکومت هېڅکله بې غوره نه دی او په وینا یې، حکومت تر یوه بریده خپل اقدامات کړي چې له دې وروسته هم د همکاریو ډاډ ورکوي.
دغه څرګندونې په داسې کې دي چې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو له پیل راهیسې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی په کم ساري توګه ډېر شوی دی. د شمېرو له مخې په وروستیو ۶ مياشتو کې ۹ خبریالانو او د رسنیو کار کوونکي وژل شوي چې په دې موده کې ۹۶۹ خبریالان او د رسنیو کار کوونکي چې ۶۹۶ یې نارینه او ۳۰۰ یې مېرمنې دي خپلې دندې پرېښي او ۴۳ نور هم له هېواده بهر ګډوال شوي دي.