خالد ذهین
د پکتیا د عامې روغتيا رياست مسولان وايي، د روان ۲۰۲۵ کال تېرو دوو مياشتو کې د شري ۱۱۹ پېښې ثبت شوي، داسې حال کې چې د تېرکال ورته موده کې ۴۴ پېښې ثبت شوې وې.
د پکتيا د عامې روغتيا رييس ډاکټر معراجګل عادل وويل، ماشومانو کې د يادې ناروغۍ د مخنيوي او له منځه وړلو لپاره يې لرې پرتو سيمو ته روغتيايي ټيمونه ليږلي او خلکو ته يې د عامه پوهاوي ترڅنګ، زرګونه ماشومانو ته واکسين هم تطبيق کړی، خو د تېر کال په پرتله پېښې ۶۰ زياتې شوې دي.
ده وویل: «موږ د تېر کال د لومړيو دوه مياشتو جنوري او فبروري کې د شري ناروغۍ ۴۴ واقعات ثبت کړي وو، خو د روان ۲۰۲۵ کال لومړيو دوو مياشتو جنوري او فبروري کې دا واقعات ۱۱۹ ته لوړ شوي. تقريبا ۶۰ سلنه زياتوالی ښيي. کوښښ کوو چې دا واقعات راکم شي، بيخي له مينځه ولاړ شي، موږ تر ۲۵۰۰ زياتو ماشومانو ته د شري واکسين تطبیق کړی.»
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ورته وخت کې د پکتيا حوزوي روغتون کې یوشمېر ناروغلرونکي شکایت کوي چې دغه روغتون کې د بسترونو کموالي له امله، په بېلابېلو ناروغيو اخته ماشومان په يوه خونه کې ساتل کيږي.
دوی له مسوولانو غواړي چې د ناروغانو ښې درملنې لپاره بسترونه زيات کړي.
په دې اړه دوو ناروغلرونکو نعیم او بشیر چې په شري ناروغۍ اخته ماشومان یې د پکتيا د حوزوي روغتون د ماشومانو څانګه کې بستر کړي سلاموطندار ته وویل:
«دا بسترونه ډېر کم دي، په دې کې د شري، زيړي او نور ناروغان بايد په يوه ځای کې نهوي. بايد ځانته اطاقونه يې وي. دا مې غوښتنه ده چې اطاقونه بېل شي او د هر ناروغ علاج په جلا خونه کې وشي.»
«په يو بستر کې دوه، درې، ان څلور ماشومان پراته وي، نو که زموږ سره دغه کمک او خدمت وشي چې بسترونه زیات شي، د پکتيا خلک به خوشال شي.»
دې سره، د ماشومانو متخصص ډاکټران شری يوه ويروسي ناروغي يادوي او د مخنيوي لپاره يې واکسين تر ټولو غوره لار بولي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د پکتيا د حوزوي روغتون د ماشومانو څانګې مشر ډاکټر آدم خان ابراهيمي وايي، په شري ناروغۍ اخته ماشوم بايد له نورو ماشومانو جلا وساتل او روغتون ته يوړل شي.
روغتیاپالان له خلکو غواړي چې په ماشومانو کې د شري ناروغۍ د مخنيوي لپاره بايد د ډاکټرانو سپارښتنې په پام کې ونیسي.



