د ټولګټو چارو وزارت پر اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست محمد عیسی ثاني د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سریک ژومانګارين سره کتلي.
دې کتنه کې د دواړو لوریو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو، ټرانسپورټي، لوجستيکي همکاریو پر پراختیا، اوسپنې پټلۍ جوړونې او يو شمېر نورو موضوعاتو خبرې شوې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ښاغلي ثاني ویلي، د افغانستان اسلامي امارت له قزاقستان سره په اقتصادي، سوداګرۍ او ټرانسپورټي برخو کې د اړيکو پراختیا ته لېواله دی.
ورته مهال ښاغلي ژومانګارين ویلي، قزاقستان غواړي تورغونډۍ -هرات پر اوسپنې پټلۍ د ۵۰۰ میلیونه امريکايي ډالره پانګونه وکړي او هرات کې معياري ټرانسپورټي او لوجستيکي مرکز جوړ کړي.



