ایران تېره شپه یو ځل بیا د تلابیب او حیفا په شمول د اسراییل په بېلا بېلو سیمو توغندیز بریدونه کړي چې پراخې ویجاړۍ یې رامنځ ته کړي.
د راپورونو لهمخې، دغو بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۰ ته لوړ شوی او تر سلو ډېر ټپیان دي.
ویل شوي چې ۳۵ کسان تر خاورو لاندې دي چې د ژغورنې عملیات یې روان دي.
د تېرې شپې بریدونه، پر ایران د اسراییلو د شویو بریدونو په غبرګون کې ترسره شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
اخوا ایراني چارواکي وايي، د اسراییل بریدونو له امله له سلو زیات کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي.
د اسراییل په بریدونو کې شاخوا ۳۰ لوړپوړي ایراني نظامي چارواکي او ساینسپوهان هم وژل شوي.
راپورونه وايي چې اسراییل او ایران د شنبې او یکشنبې شپو ورځو کې پر یو بل د بریدونو نوې څپه پیل کړې چې له امله یې د جګړې وېره نوره هم زیاته شوې ده.
نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د اسراییل په تازه بریدونو کې د ایران پوځي تاسیسات او دفاع وزارت هم په نښه شوي.



