Asset 1SWN

پر غزې د اسراییل بریدونو دوام؛ تېرې ورځې راهیسې ۲۹ کسان وژل شوي

غزه

د راپورونو پر اساس، د پنجشنبې له سهار راهیسې پر غزې د اسراییلو بریدونو کې لږترلږه ۲۹ فلسطینیان وژل شوي دي.

الجزیرې شبکې ویلي، اسراییلي ځواکونو د غزې پر بېلابېلو سیمو هوايي بریدونه کړي چې یوشمېر فلسطینیان په کې ټپي شوي هم دي.

راپورونو کې ویل شوي چې د اسراییلي ځواکونو د نن ورځې بریدونو کې مرګژوبله اوښتې، خو جزییات یې نه دي خپاره شوي.

د غزې د روغتیا وزارت ویلي، د اسراییل جګړه کې شاوخوا  ۵۰ زره او ۸۸۶ کسان وژل شوي او ۱۱۵،۸۷۵ نور ټپیان دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ورته وخت کې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) مشر ټیډروس اډانوم ګیبریوس خبرداری ورکړی چې د اسراییلو لخوا غزې ته د مرستو د بندېدو له امله د لا زیاتو ناروغیو او مړینو احتمال شته.

هغه ویلي، اوس هم له ۱۰زره ډیر فلسطینیان اړتیا لري چې د روغتیايي خدماتو لپاره بهر ته ولېږدول شي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام