Asset 1SWN

سلام وطندار

اسراییلو په غزه کې پنځه خبریالان وژلي

خبرنگاران کشته_شده در غزه
نړیوالو رسنیو خبر ورکړی چې پر غزې د اسراییلو هوايي برید کې پنځه خبریالان وژل شوي دي. د الجزیرې خبري شبکې نن (د مرغومي شپږمه، پنجشنبه) د فلسطیني چارواکو له قوله لیکلي چې د اسراییلو پوځ په غزې ښار کې د «القدس» ټلوېزیوني شبکې د خبریالانو موټر په نښه کړی دی.
فادي حسونه، ابراهیم الشیخ علي، محمد اللدعه، فیصل ابوالقمصان او ایمن الجدي هغه خبریالان دي چې په دغه برید کې وژل شوي دي.
د راپور له مخې، خبریالان هغه مهال نښه ګرځول شوي چې په خپل موټر کې ویده وو.
د اسراییلو پوځ هم دغه برید منلی، خو د خبریالانو د په نښه کولو په اړه یې وضاحت نه‌دی ورکړی.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام