Asset 1SWN

اسراییلو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۰ فلسطینیان وژلي

Israeli-attack-on-the-Gaza-Strip-1-qs71nf08sab6i4u8shblexbmd4r6gv20avjznyuky0

د غزې د روغتیا وزارت ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې پر تړانګې د اسراییلو بریدونو کې لږترلږه ۴۰ کسان وژل شوي او ۷۱ نور ټپیان دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د الجزیرې خبري شبکې نن (د زمري شپاړلسمه، سه‌شنبه) راپور ورکړی چې اسراییلي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر فلسطینیانو درې بریدونه کړي دي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د اسراییلو په بریدونو کې یوشمېر وژل شوي کسان تر خاورو لاندې او مرستندویه ځواکونه د اسراییلو د مخنیوي له کبله هغوی له خاورو نه‌شي را اېستلی.

د غزې د روغتیا وزارت د وروستیو شمېرو پر بنسټ، د حماس او اسراییلو ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې له ۳۹ زره او ۵۰۰ څخه ډېر کسان وژل شوي او له ۹۱ زرو څخه ډېر ټپیان دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

اسراییلو له څه باندې ۳۰۰ ورځو راهیسې پر غزې تړانګې بریدونه پیل کړي او تر اوسه د دواړو لوریو ترمنځ د اوربند په اړه شوې هڅې بې‌پایلې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام