د ا.ا ویاند ذبېح.الله م.جاهد پر خپل اېکس یوه پیغام کې منلې چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل.الرحمان حقا.ني په یوه چاودنه کې «شهید» شوی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي لیکلي چې حقا.ني نن ماسپښین (د لیندۍ ۲۱مه، چهارشنبه) «د خوارجو په یوه ناځوانه برید کې شهید شوی» دی. د ا.ا چارواکي تر ډېره د خوارجو کلمه د داعش وسلهوالې ډلې غړیو ته کاروي.
تر دې مخکې رسنیو راپور ورکړی و چې خلیل.الرحمان حقا.ني د کابل په یوه چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دا چاودنه نن د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت دننه وشوه.
که څه هم ذبېح.الله م.جاهد په یاده چاودنه کې د وژل شویو او ټپیانو کره شمېرې نهدي په ډاګه کړي، خو رسنیو خبر ورکړی چې په دې پېښه کې د حقا.ني په ګډون، څلور نورو کسانو ژوند بایللی او یوشمېر نور هم ټپیان دي.
تراوسه کوم چا یا وسلهوالې ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه نهدی اخیستی.