د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد سلاموطندار ته وايي، ایران د هرات محلي چارواکيو ته ۳۰۶ افغان زندانیان سپارلي.
د نوموړي په وينا، دغو زندانیانو کې ۴ ښځې هم شاملې دي چې تېره ورځ د اسلامکلا پوله کې محلي چاراوکيو ته سپارل شوي دي.
جيلاني فرهاد وويل، دغه شمېر زندانیان له کلونو راهیسې د ایراني پولیسو له لوري بېلابېلو جرمونو کې د لاس درلودو له کبله نیول شوي او زنداني شوي وو.
د هرات د والي ویاند زیاتوي، دغه زندانیان د هغې هوکړې پر بنسټ سپارل شوي چې کلونه وړاندې د افغان او ایراني چارواکيو ترمنځ لاسلیک شوې وه.
د يادولو ده چې دواړو هېواودنو تر دې وړاندې هم یو د بل زندانیان تبادله کړي دي.