په څوارلسو ولایتونو کې له ۴۰ ښځینه کروندګرو او مالدارانو سره د سلاموطندار د مرکو پایلې ښيي چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او د کرنې برخې اړوندو بنسټونو د دغو ښځو له ډلې د یوې هم لاتړ نهدی کړی. دا ښځې په دودیز ډول د کورنۍ له نارینهوو سره پر کرنې او مالدارۍ بوختې دي، خو د کرنې پرمختللو امکاناتو ته لاسرسی نهلري. دوی وايي، د ښو حاصلاتو لپاره په کروندو ګې ډېر زحمت وباسي، خو د پام وړ ګټه نه کوي.
په دغو ښځو کې ۳۸ یې کروندګرې او پاتې دوه هم مالدارانې دي چې یوه هم له خپل کار څخه خوښه نهده. د بادغیس اوسېدونکې سمیه چې له خاوند سره اوږه په اوږه په کروندو کې بېل وهي، تخم کري او خشاوه کوي، وايي: «شاوخوا پنځه کاله کېږي چې په دغو کرنیزو ځمکو کې بېل وهم، کار او بزګري کوم. هر څه چې ترلاسه کوم، په کورنۍ یې خورم. هېڅکله مو ملاتړ نهدی شوی، د نارینهوو ډېر ملاتړ کېږي. نه پوهېږم لامل یې څه دی؟ د مېرمنو هېڅ ملاتړ نه کېږي. ښايي لامل به یې دا وي چې موږ مېرمنې یوو.»
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دې تر څنګ، د بامیان د مرکز اوسېدونکې ذکیه چې ۲۵ کاله عمر لري وايي، ورور نهلرم او له دولس کلنۍ څخه د هغه پر ځای په کرونده کې کار کوم. د نوموړې په وینا، د نارینهوو غوندې یې کرنیز کارونه زده دي، خو دا چې ښځه ده، ملاتړ یې نهکېږي. «تر خپلې وسې کار کوم، خو ملاتړ مو نهکېږي. د نارینهوو غوندې کار کوو، خو هغوی مو پر کار خیال نه راوړي؛ ډېرې ستونزې لرو. پسرلی چې کله کچالو را باسوو، خرابېږي. دوه کاله کېږي چې کچالو د «ګل کچالو» پر ناروغي اخته دي. د کرنې ریاست ته ورغلو، زموږ ستونزو ته یې پام ونه کړ. غنم مو هم سره کېږي؛ د کرنې ریاست دوا نه را کوي.»
د فاریاب د بلچراغ ولسوالي اوسېدونکې منیره چې کورنۍ یې په زوره کرنیز کارونه پرې کوي، وايي: «موږ ښځینه بزګرانې په هېڅ ډول له هېڅ کار نه خوشحاله نه یوو؛ ځکه ټول کارونه مو درانه دي او وسه مو ورته نه رسېږي، خو بیا هم مجبور یوو چې ویې کړو. که کار ونه کړو، وهل ډبول کېږو او که کارګر ونیسو، مزدوري یې نهشوو ورکولای. زموږ د کلیوالو ښځو ستونزې ډېرې دي.»
په کندوز کې یوه کونډه فاطمه چې کروندې او باغونه لري، وايي: «د کندوز په اقتاش ولسوالي کې د وریجو او غنمو لپاره اته جریبه ځمکه لرم او څو د مېوې باغونه لرم. موږ له کوم ریاست نه مرسته نهده غوښتې او دا چې یوازې نارینه باغداري کولای شي، ناسم شایعات دي. ښځې هم د نارینهوو غوندې باغداري وکړي.»
بلهخوا د بامیان د یکاولنګ ولسوالي او د جوزجان اوسېدونکې پروین او نرګس بیا وايي چې له ښوونځي څخه د بېبرخې کېدو له کبله یې کرنې او مالدارۍ ته مخه کړې ده. دوی زیاتوي:
«زما بزګري نه خوښېږي، خو مجبوره یم چې ویې کړم. زما ګلدوزي، خامکګنډل او زدهکړې خوښېږي. کوم محصولات چې له ځمکې اخلوو، د یوه کال لګښتونه مو نه پوره کوي. بیا په خپلو پسونو چې یوشمېر یې پلورو، خپلې اړتیاوې پوره کوو.»
«لومړی ښه و، ښوونځي ته تللم، زدهکړې مې کولې، په باغ کې مې کار نه کاوه. اوس ښوونځی هم نشته، کار هم نشته، پلار مې ویل له موږ سره په باغ کې کار وکړه. دوه کاله کېږي چې کار کوم؛ ډېر سخت دی. لومړی پر ځمکې تخم شیندم او بیا یې باید هره ورځ ووینم چې مېږیان ور نهشي او خراب یې نهکړي. د ترېړي څنګ ته به کله خوب یووړم؛ خوب به مې لیده چې مچۍ انګور خوري؛ بیا ژر را پاڅېږم. کاشکې چې ښوونځي ژر پیل شي چې بېرته درس ووایم او له دغه کاره بېغمه شم.»
ښځې نازک خواص لري او د کرنې لپاره د پرمختللو وسایلو نه موجودیت په کروندو کې کار هغوی پر بېلابېلو ناروغیو اخته کړې دي. د کاپیسا د الهسای ولسوالي اوسېدونکې مسعوده وايي: «له خاورې سره حساسیت لرم. کله چې د خیشاوې یا بل کار لپاره کروندې ته ځم، پرنجېږم او ټوخېږم؛ زکام غوندې کېږم. که په کومه ونه، د جوارو یا رومیانو په بوټو لاس ووهم، ناروغېږم.»
د ننګرهار د مرکز جلالاباد ښار اوسېدونکې زرینه هم وايي: «په روغتیايي برخه کې ډېره لویه ستونزه ده؛ پوستکی مو خراب شوی؛ تر سترګو لاندې مو ګونځې پیدا شوي؛ ټوله ورځ لمر ته یوو. اوبه او ډوډۍ پر خپل وخت نه خورو. لویه ستونزه مو روحي او اروايي نارامي ده. نه له روغتیايي او نه هم له ذهني اړخه روغې یوو.»
د بادغیس اوسېدونکې دلخوا هم وايي: «کرنه هم د عاید لپاره کوو؛ د دې لپاره چې بازار ته یې یوسو، ویې پلورو او په بدل کې یې هغه څه واخلو چې نه یې لرو؛ خپلو بچیانو ته جامې واخلوو، اوبه او ډوډۍ وپېرو. له کاره مې ملا خوږېږي، لاس او پښې مې هم خوږېږي. د شپې تر سهاره نهشم ویده کېدای، لاسونو کې تللي اغزي را چوخېږي.»
په همدې حال کې د کرنې برخې کارپوهان هم وايي چې ښځې له کوم مزد او د مالکیت له حق پرته په کروندو او باغونو کې کار کوي.
د کرنیزو چارو کارپوه فروزان یوسفي وايي: «زموږ وړاندی دا دی چې باید دې برخه کې کار وشي؛ د عامه پوهاوي کچه لوړه شي او د پروژو له لارې ښځو ته اصلاح شوي تخمونه ورکړل شي. پرمختللي وسایل ورکړل شي.»
د کرنیزو چارو یو بل کارپوه عبدالله کفیل بهدار وايي: «ښځې د کرنې برخه کې ځان او کورنیو ته سالم خواړه برابر کړي او د تولید او پراسېس له لارې د ټولنې د پرمختګ لپاره ګټورې دي. حکومتونه ټولنې ته د خدمتونو رسولو مسوولیت لري او باید کروندګرو، په ځانګړې توګه ښځو ته اسانتیاوې برابرې کړي. هغه ښځې چې د کرنې برخه کې کار کوي، تراوسه په دودیزه توګه لګیا دي او باید وروزل شي.»
موږ یوه میاشت هڅه وکړه چې په دې اړه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت نظر هم ولرو، خو د دغه وزارت مسوولان ځواب ویلو ته حاضر نه شول.
د نړیوال بانک د شمېرو له مخې چې به ۲۰۲۲ کال کې خپرې شوي، په افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ ۴۷ سلنه کاري ځواک ښځې جوړوي. د راپورونو پر بنسټ، شاوخوا ۷۰ سلنه افغانان پر کرنې او مالدارۍ بوخت دي.