Asset 1SWN

سلام وطندار

ریچارډ بنټ: د پاکستان برید باید په بې‌طرفه توګه وڅېړل شي

ریچارډ بنیټ

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ ویلي، کابل کې د روږدو د درملنې په مرکز د پاکستان برید باید په خپلواکه، بې‌طرفه او چټکه توګه وڅېړل شي.

هغه نن چهارشنبه د حوت ۲۷ / مارچ ۱۸ پر اېکسپاڼه لیکلي چې د روږدو د درملنې په مرکز د پاکستان برید کې ګڼ شمېر ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې.

نوموړي ویلي چې د دغه برید مسوولو کسانو سره دې حساب وشي او د قربانیانو کورنیو ته تاوان ورکړل شي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ تېره ورځ هم ویلي وو چې پر افغانستان د پاکستان له هوايي بریدونو او د ملکي وګړو د مرګژوبلې له امله خواشینی شوی.

هغه له پاکستان او اسلامي امارت غوښتي چې د نړیوالو قوانینو، په ځانګړي ډول د ملکي وګړو او ملکي تاسیساتو د خوندیتوب درناوی وکړي.

ریچارډ بنټ له پاکستان او اسلامي امارت غوښتي وو چې د کړکېچ له زیاتېدو ډډه وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام