په هرات کې د افغانې سرې میاشتې ټولنې مسوولان وايي، په تېره یوه میاشت کې یې ۲۷۸۶۵ کسانو ته په بېلابېلو برخو کې روغتیايي خدمتونه رسولي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په لوېدیځ کې د افغانې سرې میاشتې ټولنې د نشراتو مدیر عزیزاحمد متین وايي، له دې ډلې یې پر ۷۵۳ ټپیانو پټۍ لګولي، ۷۱۷ ښځو او ماشومانو ته یې واکسینونه ورکړي، ۱۲۷۱ ښځو ته یې له زېږون مخکې او وروسته روغتیايي مشورې ورکړي، ۴۵۴ کسانو ته چې پر خوارځواکۍ اخته وو، خوراکي توکي ورکړي او ۱۲۶۵۵ نورو ته یې هم د روغتیايي ټکو په پام کې نیولو لپاره عامه پوهاوی ورکړی دی.
د یادونې ده چې دغه روغتیايي خدمتونه د هرات په ګلران، شینډنډ، کرخ او انجیل ولسوالیو کې د ګرځنده ډلو لهخوا رسول شوي دي.