Asset 1SWN

غزني کې د لاسي صنایع سوړ بازار؛ «ښځو ته دې ځانګړی بازار جوړ شي»

صنایع-دستی-زنان-در-غزنی-۱-qpegqyuchpmut31mjf1nbeu2hpdtxxva65n10fq3k8

په غزني کې یوشمېر صنعت‌ګرې ښځې وایي، د تېرو دوو کلونو په پرتله یې د پلور کچه خورا راټیټه شوې ده. یوې صنعت‌ګرې ګل‌چمن رحیمي سلام‌وطندار ته ویلي چې په دغه ولایت کې د ښځینه سوداګرو او صنعت‌ګرو عواید د پام وړ کم شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاتوي: «زه چې د لاسي صنایعو برخه کې له ښځو سره یم، د ښځو د کار وضعیت ډېر خراب دی. یو څه چې جوړوي یا یې ګنډي او راوړي یې، بیې یې ډېرې ټیټې دي؛ د ښځو لپاره هېڅ ګټور نه تمامېږي؛ دوکانداران یې په ډېره کمه بیه پېري. پېرودونکي نشته؛ بازارموندنه نشته؛ وضعیت خراب دی.»

ګل‌چمن له ا.ا څخه غواړي چې په غزني کې د ښځو لپاره ځانګړی بازار جوړ کړي او د صنعت‌ګرو ښځو د کار ملاتړ وکړي.

په غزني کې یوه بله صنعت‌ګره عادله هم د لاسي صنایعو د پېر او پلور کمېدو ته اندېښمنه ده. هغه وايي، له څو کلونو راهیسې خامک ګنډي، خو په خبره یې، خلک د ارزنوالي له کبله د ښځو د لاسي صنايعو په پرتله ماشيني ګنډل شوې جامې غوره کوي.

په غزني کې یوشمېر صنعت‌ګرې ښځې له ا.ا او هغو بنسټونو څخه چې په دغه ولایت کې له ښځینه سوداګرو سره همکاري کوي، د ملاتړ غوښتنه کوي او زیاتوي چې د ښځو لاسي صنایع د ډېریو کورنیو لپاره د عاید یوه ښه سرچینه ده.

دوی ټینګار کوي چې که د لاسي صنایعو برخه کې د ښځو ملاتړ وشي، زرګونه کورنیو ته به له دې لارې یوه مړۍ ډوډۍ برابره شي.

په ورته وخت کې د غزني د صنعت او سوداګرۍ رياست د صنعتي پارکونو امر احمدالله ناصر سلام‌وطندار ته ویلي، ډېر ژر به په دغه ولايت کې د ښځو د لاسي صنايعو د نندارې لپاره يو ستر نندارتون جوړ کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د يادونې ده چې له درېوو کلونو راهيسې په غزني کې د ښځو لپاره د لاسي صنايعو کوم نندارتون نه‌دى جوړ شوى او اوس د دغه ولايت صنعت‌ګرې ښځې راتلونکي نندارتون ته د انتظار شېبې شماري.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام