په غزني کې د هوا له سړېدو سره سم د دغه ولایت یوشمېر اوسېدونکي د لرګیو لوړې بیې اندېښمن کړي دي. دوی وايي، د دغه ولایت په بازارونو کې د لرګيو د کمښت او د لوړې بيې له امله د خپلو کورونو د ګرمولو لپاره مېوهلرونکې ونې پرې کوي. د غزني اوسېدونکي غلامسخي او ګلابالدین سلاموطندار ته ویلی:
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
«موږ چې په کوم وضعیت کې یوو او کومې بېوزلۍ او وزګارتیا چې به مخه کړي یوو، د یو خروار لرګیو وسه نهلرو. موږ اړ یوو چې لرګي او بوټي له غره یا هم له خپلو باغونو راوړو، خو هغه هم نه کېږي. موږ اړ یوو له خپلې سیمې یا غرو نه خپلې اړتیاوې پوره کړو.»
«لازم لرګي نشته. که لرګي وي، بیه یې ډېره لوړه ده او خلک له مجبوریته خپلې ونې وهي. هیله ده چې د غزني مسوولان دې برخې او خلکو ته پام وکړي. غزني کې لرګي کم دي او دا یې د بیې لوړېدو لامل شوی دی.»
په غزني کې د لاسي توکو پلورونکی محمد چې د لرګيو د پېرلو لپاره بازار ته راغلی وايي، د تېر کال په پرتله په دغه ولايت کې د لرګيو بیه نږدې سل سلنه لوړه شوې ده.
هغه زیاتوي: «تېر کال او وړم کال ښه وو، یو من په سل افغانۍ وو. اوس دوو سوو ته رسېدلي. د لرګیو په پلورنځیو کې لرګي نه پیدا کېږي. سرګردانه ګرځم، حیران یم چې څه وکړم. پیسې نشته، لرګي نشته. له مسوولانو غواړم چې خلکو ته لرګي برابر او ستونزې یې حل کړي. له مجبوریته د ونو لرګي سوځوو.»
په همدې حال کې د غزني محلي چارواکي وايي، د سونتوکو د بیو کنټرول پلان په پلي کېدو سره به د سونتوکو د برابرولو په برخه کې ژر د خلکو ستونزې هوارې شي.
د غزني ولایت مقام د فرهنګي او سکټوري چارو کارپوه مغفورالله مغفور چې د نرخونو د کنټرول کمېټې مشري هم پر غاړه لري، سلاموطندار ته ویلي چې په تېرو دوو ورځو کې دغه ولایت ته لازم لرګي ور رسېدلي او ډېر ژر به د لرګیو پر پلورونکو نرخنامې ووېشي.
دا په داسې حال کې ده چې د غزني اوسېدونکي هر کال د ژمي په موسم کې د بېوزلۍ له امله د خپلو کورونو د ګرمولو لپاره د اړتیا وړ سونتوکو په برابرولو کې له ستونزو سره مخ کېږي.