په سېلابځپلیو ولایتونو کې یوشمېر ښځې وايي، په وروستۍ یوه میاشت کې د راغلیو سېلابونو له کبله روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نهلري. دا ښځې وايي، د سېلابونو راتلل او د روغتیايي مرکزونو لرېوالی لامل شوی چې هېڅ ډول روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ونه لري.
په دغه راپور کې له اووهلسو ښځو سره چې پنځه یې په هرات، پنځه په تخار، څلور په بدخشان او درې هم په ننګرهار کې دي، مرکې شوې دي. په دې ډله کې، دوو ښځو ویلي چې د سېلابونو له راوتلو وروسته ورته حکومت او مرستندویه بنسټونو ډېر لږ روغتیايي خدمتونه رسولي، خو پنځلسو نورو ویلي چې هېڅ مرسته ورته نهده رسېدلې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د اووهلسو ښځو له ډلې لس هغه یې امېندواره دي. دوی وايي، سېلابونو ورته نه یوازې مالي زیان اړولی، بلکې له ناوړه روغتیايي وضعیت سره یې مخامخ کړې دي. پنځو نورو ښځو او نجونو ویلي چې د سېلابونو راوتلو پر مهال سره له دې چې میاشتنۍ ناروغي یې لرله، خو هېڅ ډول لومړنیو روغتیايي امکاناتو ته یې لاسرسی نه درلود.
د بدخشان اوسېدونکې خالده وايي، د سېلابونو راوتلو پر مهال یې د شپږو میاشتو ماشوم پر نس و، خو سېلابونو یې کور ور وران کړ او روغتیايي خدمتونو ته یې هم لاسرسی نه درلود او همدا لامل و چې ماشوم زیان کړي.
هغه زیاتوي: «ډېره ووېرېدم؛ کلینیک ته هم ولاړم؛ وینه رانه تلله؛ ماشوم مې هم له لاسه ورکړ. کور کې هم ستونزې ډېرې دي؛ خاوند مې وزګاره دی؛ ټول مسوولیتونه زما پر غاړه دي چې درمل واخلم؛ ماشوم مې په روغتون کې له لاسه ورکړ؛ چې اړیکې ونه لرې، روغتون کې هم څه نشته؛ همدا چې خپله پیسې نه لرو، هېڅ هم نه لرو.»
د هرات د ادرسکن ولسوالي اوسېدونکې فرېبا چې امېندواره ده، هم وايي چې سېلابونو وېرولې او پر ژور خپګان یې اخته کړې او اوس وېرېږي چې ماشوم زیان نه کړي.
هغه زیاتوي چې له سېلابونو مخکې یې ماشوم ښورېده، خو اوس نه ښوري او په دې ولسوالي کې د روغتیايي مرکز او ډاکټر نه موجودیت له کبله یې تر اوسه معاینه نهده کړې.
په تخار کې یوشمېر امېندواره ښځې هم وايي چې د دغه ولایت په نمکآب ولسوالي کې د سېلابونو له راوتلو راهیسې یې روغتیايي وضعیت ښه نهدی. دوی زیاتوي چې د ماشوم له زېږولو مخکې سخت درد زغمي، خو تراوسه ورته هېڅ ډول روغتیايي مرستې نهدي رسېدلي.
د دې ولسوالي یوه ۳۵کلنه اوسېدونکې چې امېندواره هم ده، وايي: «د اتو میاشتو امېندواره یم؛ له ډېرو ستونزو سره مخامخ یم؛ تراوسه مې ټول ځان خوږېږي او نږدې و چې ماشوم مې له لاسه ورکړم. هر څه مو سېلاب یووړل؛ نه مرسته راسره شوې او نه نږدې کوم کلینیک شته؛ ډېرې ستونزې لرو.»
د دې ولسوالي یوه بله اوسېدونکې فرشته چې دوهویشت کاله عمر لري او امېندواره ده، وايي: «سېلابونو ډېره ووېرولم؛ ټول ذهن او فکر مې تللی؛ احساس کوم چې بیا هغه حالت راځي؛ شپه او ورځ خوب نهلرم؛ وېرېږم چې ماشوم مې له لاسه ور نهکړم؛ ځکه له وخته مخکې یو ډول درد لرم. نږدې کلینیک هم نشته؛ له امېندواره مېرمنو سره هېڅ ښه مرسته نهده شوې.»
یوشمېر نجونې او ښځې چې د سېلابونو راوتلو پر مهال یې میاشتنۍ ناروغي لرله وايي، سېلابونو یې هر څه وړي او اوس لومړنیو روغتیايي امکاناتو ته هم لاسرسی نهلري.
د بدخشان د وردوج ولسوالي اوسېدونکې حلیمه وايي: «دا چې ما خپله میاشتني ناروغي لرله، سخت درد مې هم درلود؛ ټولې جامې مې لندې شوې وې؛ د اغوستلو هېڅ جامې مې نهلري. چېرته چې اوسېږو، هېڅ کلینیک او روغتون نشته چې درمل واخلوو؛ تر سهاره مې د زړه درد له لاسه خوب ونه کړ؛ ومې ژړل. تراوسه هېڅوک موږ ته نهدي راغلي.»
د ننګرهار یوه اوسېدونکې ګلناز هم د میاشتنۍ ناروغي پر مهال روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي له کبله شکایت کوي او وايي: «د سېلابونو پر مهال مې روغتیايي خدمتونو ته هېڅ لاسرسی نه درلود او ډېرې ستونزې مې لرلې. ټول وسایل ککړ شوي وو. نجونې د میاشتنۍ ناروغي پر مهال روغتیايي وسایلو ته اړتیا لري چې هغه وخت نه وو.»
په همدې حال کې یوشمېر ډاکټران وايي، روغتیايي خدمتونو ته د ښځو نه لاسرسی، په تېره هغه میندې چې امېندوارې دي، د وینې پر کموالي، جسمي کمزورۍ او اروايي ګډوډیو اخته کېږي.
د نسايي او ولادي ناروغیو ډاکټره سونیتا بهرام وايي: «که امېندواره مېرمنو ته د وقایع او درملنې ښې اسانتیاوې برابرې نه وي، ماشوم او مور سمه وده نهشي کولای. مور د مینې له کموالي او کمزورۍ سره مخامخېږي، له روحي اړخه نارامه وي او بالاخره لامل کېږي چې ماشوم له خپګان سره وزېږېږي. سېلابونو له اروايي اړخه نجونې ځپلي او باید د لومړنیو خدمتونو په توګه ورته ځانګړي روغتیايي خدمتونه ورسېږي.»
د دې تر څنګ، د ښځو حقونو یوشمېر فعالانې چې د ښځو د لاسنیوي لپاره سېلابځپلیو سیمو ته تللي وايي، په لرې پرتو سیمو کې ښځې ډېرو کمو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی لري. دوی له حکومت او مرستندویه بنسټونو څخه غواړي چې ښځو او نجونو ته لومړني روغتیايي خدمتونه ورسوي.
د ښځو حقونو فعاله حمیرا فرهنګیار وايي: «ما په کلیو کې روغتیايي مرکز ونه لیده چې کوم دفتر وي او خلکو ته د روغتیا برخه کې عامه پوهاوی ورکړي. هلته ګڼشمېر نجونې او ښخې وې؛ باید مرستې ورسره وشي؛ مرستې بېخي کمې وې.»
په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویاند پروېزاحمد فیضي وايي، دغې کمېټې د روان کال له فبروري میاشتې راهیسې له افغاني سرې میاشتې سره یوځای په بېلابېلو ولایتونو کې له سېلابځپلیو سره مالي او روغتیايي مرستې کړې دي.
نوموړی زیاتوي: «موږ د کندوز، بغلان او غور ولایتي روغتونونو ته اړین روغتیايي توکي ورکړل، څو د وروستیو سېلابځپلیو لپاره د بېړنیو خدمتونو رسولو برخه کې یې ظرفیت لوړ کړو.»
بلهخوا د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند مدثر همراز وايي، دغې ټولنې په سېلابځپلیو ولایتونو کې ۱۸ زره نارینه او ښځینهوو ته روغتیايي خدمتونه رسولي دي. هغه زیاتوي: «په بغلان کې ډېره مرګژوبله وه او خلک له ډېرو روغتیايي ستونزو سره مخامخ شول. په سرپل، بغلان، فاریاب، بلخ، نیمروز او نورو ولایتونو کې مو له ۱۸ زره کسانو سره همکاري وکړه.»
ښځې داسې مهال لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي په اړه شکایت کوي چې د روغتیا نړیوال سازمان څو ځله د افغانستان په سېلابځپلیو سیمو کې د خلکو روغتیايي وضعیت اندېښمنوونکی بللی دی.