په کابل کې له ۳۰ وزګاره ځوانانو سره د سلاموطندار مرکې ښيي چې له نیمايي ډېر هغه یې د جمهوریت له چپه کېدو وروسته وزګاره شوي دي. په دغه راپور کې له یوولسو ښځو او نولسو نارینهوو سره مرکې شوي او اتلس هغو یې ویلي چې د سرپرس حکومت له راتګ وروسته یې دندې له لاسه ورکړې دي.
دا مرکې له هغو ځوانانو سره شوي چې د ۱۵ او ۳۵ کلونو ترمنځ عمر یې درلود او ډېریو یې ویلي چې اقتصادي وضعیت یې ښه نهدی. په دې ډله کې ۱۲ ځوانانو ویلي چې د زدهکړو له پای ته رسېدو وروسته یې کار نهدی پیدا کړی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
روهیداحمد خیرخوا او عمران ساپی چې هر یوه یې په بېلابېلو ادارو کې له پنځو کلونو ډېره کاري تجربه لري، خو اوس وزګاره دي وايي، د سرپرست حکومت له راتګ وروسته یې دندې له لاسه ورکړې دي.
روهیداحمد زیاتوي: «په دولتي او خصوصي ادارو کې کاري تجربه لرم. له ۱۳۹۰ کال راهیسې مې په دولتي او خصوصي ادارو کې د اداري مامور، مدیر، اجرایوي مدیر په توګه تر څلورم بست پورې کار کړی دی. تر هغه چې جمهوریت و، موږ دندې لرلې او حکومت چې چپه شو، هغوی چې تر څلورم بست پورې په دولتي ادارو کې وو، ټول وزګاره او له دندو وشړل شول.»
عمران ساپی هم وايي: «زه له بدلون وروسته دوه کاله کېږي چې وزګاره شوی یم؛ ځکه له بدلون وروسته ډېری کورنۍ او بهرنۍ موسسې او شرکتونه وتړل شول او په کومو ځایونو کې چې ما کار کاوه، هغه ځایونه وو چې خلکو ته یې د کار اسانتیاوې برابرې کړې وې؛ ټول له منځه ولاړ او فعالیت یې ودراوه.»
د هغو اتلسو کسانو له ډلې چې له وروستي بدلون وروسته وزګاره شوي، اووه هغه یې ښځینه دي. له هغه وروسته چې سرپرست حکومت په ډېری دولتي ادارو او نړیوالو سازمانونو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه، ډېری ښځینهوو دندې له لاسه ورکړې او له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان شوې.
د کابل اوسېدونکې تمنا هاشمي او صفیه رحیمي وايي، مخکې یې په نړیوالو موسسو کې کار کاوه، خو اوس د وزګارتیا له کبله په ډېرې سختۍ شپه او ورځ تېروي. دوی زیاتوي:
«له انګلیسي ادبیاتو فارغه شوې یم او په یوه ښوونځي کې مې دوه کاله د ښوونکې په توګه کار کړی. په یوه موسسه کې مې هم کار کاوه، خو هېواد کې له بدلون وروسته وزګاره شوې یم او بیا مې دنده پیدا نهشوای کړای.»
«ما تر پروسږ کال پورې هم دنده لرله او له ډبلیواېفپي سره مې کار کاوه، خو کله چې په ادارو او موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګېده او ښځې وزګاره شوې، زه هم د هغو ښځو له ډلې یم.»
په همدې حال کې یوشمېر هغه ځوانان چې زدهکړې یې پای ته رسولي، خو دندې یې نهدي موندلي وايي، ډېری دولتي او خصوصي ادارو ته یې د کار غوښتنلیکونه ورکړي، خو هېڅ ځواب یې نهدی ترلاسه کړی.
د کابل اوسېدونکی عبدالوهاب رحماني چې د زدهکړو دوره یې پای ته رسولې، وايي: «زه د کرنې له پوهنځي فارغ شوی یم؛ څو ځله مې ازموینه ورکړه، خو په دولتي ادارو کې د شته ستونزو له کبله او دا چې هر څوک خپل خپلوان په بېلابېلو بستونو کې ځای پر ځای کوي او زه په ازموینه کې بریالی هم شوم، خو بست یې بل چا ته ورکړ. له هغه وروسته مې پرېکړه وکړه چې یو پلان جوړ او شخصي کاروبار پیل کړم.»
ذکرالله مشعل چې زدهکړې یې پای ته رسولي، وايي: «له حقوقو فارغ یم؛ په افغانستان کې کاروبار نشته او په ادارو کې دې هم چې اړیکې نه وي، نه ګومارل کېږې. درې کاله کېږي چې وزګاره یم.»
د ملي احصایې او معلوماتو ادارې د شمېرو پر بنسټ، اوس ۱۷ میلیونه افغان ځوانان د کار په شرایطو برابر دي، خو ۱۰ میلیونه یې له وزګارتیا کړېږي.
د افغانستان د کارګرانو سراسري ټولنڅې مسوولان وايي، کار د کارګر حق دی او دولت باید ورته د کار اسانتیاوې برابرې کړي.
د دې ټولنې رییس لیاقت عادل سلاموطندار ته ویلي، په افغانستان کې سیاسي بدلون له کارګرانو څخه د کار اخیستل، په ادارو کې پراخ فساد او د کورونا ناروغي خپرېدل هغه لاملونه دي چې د ځوانانو د وزګارتیا کچه یې لوړه کړې ده.
بلهخوا ټولنپوهان بیا وايي چې وزګارتیا د انسان پر وړاندې اروايي او بیا د ټولنې لپاره مستقیم ګواښ دی؛ ځکه په وینا یې، که ځوانان پر کار بوخت نهشي، ټولنه به روښانه راتلونکې ونه لري.
ټولنپوه ضیا شمس وايي: «افغاني ټولنه داسې ټولنه ده چې له دغه ډول ګواښونو سره مخامخ ده او همدا لامل دی چې د ثبات لپاره یو مناسب خوځښت نه لري. موږ که خپله ټولنه له دغه وضعیت څخه خوندي کړو، یوې خوځېدونکې ټولنې ته به اړتیا ولرو. ډېر کار او رښتینو پیاوړو بنسټونو ته چې د دې لپاره هڅه کوي، اړتیا لرو.»
د کار، ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمېعالله ابراهیمي سلاموطندار ته ویلي چې د ا.ا په راتګ سره یې د کار نږدې درې لکه جوازونه صادر کړي دي. هغه زیاتوي: «هغه بستونه چې په ادارو کې تش وو، هغه مو د خلکو او ځوانانو په واک کې ورکړل او ډېر کسان نیول شوي چې د نمونې په توګه ویلی شم چې په همدې روان کال کې له ۱۱۰ زرو ډېرو کسانو د کار جوازونه اخیستي دي.»
هغه په نږدې راتلونکې کې د سکټورونو او کارخونو د ښه فعالیت او د وزګارتیا کچې کمولو په موخه د کار ملي غونډې د جوړېدو خبر ورکوي. ابراهیمي وايي: «د کار ملي غونډې په جوړېدو کار روان دی، څو د کار نړیوال سازمان په همکاري خلکو ته د کار ښې اسانتیاوې برابرې او د تقنیني اسنادو په برخه کې هم پرمختګ وکړو. دا ټول هغه پروګرامونه دي چې کولای شي په ټولنه کې د وزګارتیا کچه را ټیټه کړي.»
که څه هم په افغانستان کې مخکې هم د وزګارتیا کچه لوړه وه، خو د اسلامي جمهوري نظام له چپه کېدو وروسته ډېری پرمختیايي پروژې چې د نړیوالې ټولنې له لوري تمویلېدې، په ټپه ودرېدې او ورسره د افغان ښځو پر کار هم محدودیتونه ولګېدل چې له کبله یې د وزګارتیا کچه نوره هم لوړه شوه. د ځوانانو وزګارتیا او د کورنیو د بېوزلۍ کچې لوړوالی لامل شوی چې هر کال سلګونه زره افغانان د کار موندلو په موخه ګاونډیو او د سیمې هېوادونو ته کډوال شي.