Asset 1SWN

پکتیا کې د کرېکټ پر سر د دوو ورونو لانجه؛ یوه یې ځان‌وژنه کړې

پکتیا

د پکتيا د امنيې قومانداني مسوولان وايي، یوه دولس کلن ماشوم د دغه ولايت په زرمت ولسوالي کې د کورني تاوتريخوالي له امله ځان را ځړولی او وژلی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پکتيا د امنيې قومانداني وياند عبدالباري منيب ځدران وايي، ياد ماشوم له خپل بل ورور سره د کرېکټ لوبې پر سر تر لانجې وروسته په خپل کور کې ځان را ځړولی دی.

د نوموړي په خبره، پېښه نن (د زمري لومړۍ، د دوشنبې ورځ) سهار پنځه‌نیمې بجې د زرمت ولسوالي د علي‌جان‌خېلو کلي کې شوې ده.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

هغه زیاتوي چې د دوی د لومړنيو پلټنو له مخې، روښانه شوې چې کورنۍ يې له بل چا سره کومه شخصي ستونزه نه ‌لرله او پېښه د کورني تاوتريخوالي له امله شوې ده. ‎

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام