Asset 1SWN

سلام وطندار

اذربایجان کې د کاپ۲۹ غونډه؛ شتمن هېوادونه به بې‌وزلو د کال ۳۰۰ میلیارډه ډالر ورکوي

11c07d40-a020-11ef-bdf5-b7cb2fa86e10.jpg

د ملګرو ملتونو سازمان د اقلیمي بدلونونو ۲۹مه غونډه یا کاپ‌۲۹ له دوو اوونیو وروسته د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې پای ته ورسېده. هغو هېوادونو چې په دې غونډه کې یې ګډون کړی و، هوکړه کړې چې د نړۍ شتمن او پرمختللي هېوادونه به تر ۲۰۳۵ کال پورې هر کال ۳۰۰ میلیارډه ډالره بودیجه په بې‌وزله هېوادونو کې د اقلیمي بدلونونو د اغېزو مهارولو لپاره ځانګړې کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په دې غونډه کې د ا.ا د چاپېریال ساتنې ادارې رییس مطېع‌الحق خالص په مشري پلاوي ګډون کړی و، خو تراوسه روښانه نه‌ده چې له ۳۰۰ میلیارډه ډالره بودیجې به افغانستان ته چې د اقلیمي بدلونونو له کبله د نړۍ شپږم زیانمن هېواد دی، کومه برخه ورکړل شي او که نه؟

اقلیمي بدلونونو د افغانانو د ژوند پر بېلابېلو برخو ژور اغېز کړی دی. پرله‌پسې وچکالي، د هوا د تودوخې درجې لوړېدو، د طبیعي پېښو، په ځانګړې توګه د اورښتونو او سېلابونو راوتلو او د چاپېریال نورو ستونزو په افغانستان کې د میلیونونو کسانو پر ژوند سیوری غوړولی دی.

په وروستیو ورځو کې د فاریاب، جوزجان، بلخ او کندوز په څېر د هېواد په یوشمېر شمالي ولایتونو کې بیا سېلابونه راوتلي دي.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند عبدالله جانان سایق وايي، وروستي سېلابونه ځاني مرګ‌ژوبله نه‌لري، خو سلګونه کورونه یې په بشپړ ډول وران کړي دي.

نوموړی زیاتوي: «په کندوز، مزارشریف، فاریاب، جوزجان او بغلان کې سېلابونه راغلي. ځاني مرګ‌ژوبله نه‌لري، خو خلکو ته یې مالي زیانونه اړولي دي. نږدې ۵۹۰ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او یوولس جریبه کرنیزه ځمکه هم اوبو وړې ده. ۱۲۰ څاروي یې هم مړه کړي.»

د بغلان په مرکزي بغلان ولسوالي کې د شنبې شپې سېلابونو ۵۰ کورونه وړي دي. د دې ولسوالي د کوک‌چنار سیمې اوسېدونکی عزیزاالله وايي: «پرون سېلاب راغلی؛ څو کورونه ته اوبه ورننوتلي او وران کړي یې دي. څوک یې نه‌دي مړه کړي، خو د کور وسایل، وریجې او غنم یې ګډوډ کړي دي.»

د جوزجان د قوش‌تپې ولسوالي اوسېدونکی او کروندګر نصرالدین هم وايي چې د تېرې ورځې سېلابونو یې کرنیزې ځمکې وړې دي. هغه زیاتوي: «سېلاب راغی او باران هم واورېده، خو انسانانو او کورونو ته زیان ونه رسېده. کرنیزې ځمکې یې خرابې کړې. زما یې پنځه شپږ جریبه ځمکه ویجاړه کړې ده.»

په ورته وخت کې د چاپېریال ساتنې برخې کارپوهان وايي، افغانستان له اقلیمي بدلونونو یو اغېزمن هېواد دی او نړیوالې پراختیايي مرستې باید ورته ورسېږي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د چاپېریال ساتنې کارپوه شعیب سادات وايي، له اقلیمي بدلون سره باید سیاسي چلن ونه ‌شي. هغه زیاتوي: «له بده مرغه اوسنیو شرایطو ته په پام ډېرو مالي او تخنیکي مرستو ته اړتیا لرو. په دې برخه کې باید کار وشي. د نړیوالې ټولنې پاملرنې ته اړتیا ده، څو افغانستان هېر نه‌شي. د چاپېریال ساتنې مسایل باید سیاسي نه‌کړو، څو د اقلیمي بدلون د اغېزو پر وړاندې مقاومت وکولای شوو.»

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د روان زېږدیز کال پر مهال د سېلابونو له امله ۱۶۰ زره افغانان زیانمن شوي او زرګونه کورونه یې نړېدلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام