Asset 1SWN

د افغانانو واده کې شخړه؛ پنځه الماني پولیس ټپیان شوي

download

د المان په «ووپرتال» ښار د افغانانو په یوه واده کې د شخړې له امله د یاد هېواد پنځه پولیس ټپیان شوې دي.

د ډویچه‌وله د راپور له مخې، دغه پولیس د سوک، لغتو او غاښ‌لګولو له امله برسېرن ټپیان شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په راپور کې د پولیسو له خولې ویل شوي چې دې نښته کې د واده څلور مېلمانه هم ټپیان شوي چې سیمه کې یې، پروخت درملنه شوې.

د پولیسو په وینا، شخړه کې ښکېلو غاړو پر یوه بل د شیشي بوتلو او ګېلاسونو وارونه هم کړې دي.

پولیسو زیاته کړې چې دوی پر وخت سیمې ته رسېدلې، خو مېلمنو پر پولیسو برید کړی او یوه کس هڅه کوله چې د چړې ګذارونه وکړي، خو پولیسو یې، مخه نیولې.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، دې پېښه کې درې کسان چې عمرونه یې، له ۲۲ تر ۲۴ کلونو دي، د پولیسو له‌خوا نیول شوي دي.

له دې سربېره پولیسو د واده د ۴۰ مېلمانو د هویت اسناد هم له ځان سره ثبت کړي او د واده مراسم یې، لغوه کړی دی.

دغه پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې المان تازه له دغه هېواد څخه ۳۰ افغانان چې ویل کېږي، پر بېلابېلو جرمونو تورن وو، افغانستان ته استولي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

له دې سربېره د المان په یوشمېر ښارونو کې د افغانانو د اېستلو لپاره غوښتنې هم پیل شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام