
پر ایران د امریکا برید؛ نتنیاهو له ټرمپ مننه کړې
د اسراییل لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو د ایران په اټومي تاسیساتو د برید لپاره د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له پرېکړې مننه کړې. نتنیاهو نن

د اسراییل لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو د ایران په اټومي تاسیساتو د برید لپاره د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له پرېکړې مننه کړې. نتنیاهو نن

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران تر برید وروسته وینا کې وایي، ایران اوس باید سوله وکړي کنه نو په خبره یې، “راتلونکي بریدونه به تر دې سخت وي.”
هغه وویل، د ایران په دريو اټومي تاسیساتو یې بریالي عملیات کړي او په بشپړ ډول له منځه وړي دي.
هغه د خپلې وینا یوه برخه کې ایران د منځني ختیځ قُلدر وباله او زیاته یې کړه چې که دغه هېواد سوله ونه کړي، تر ننني سهار لا ډېره ستره ستراتیژي عملي کېدونکې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ټولنیزه رسنۍ سوشیل ټروټ لیکلي چې د ایران پر دریو اټومي مرکزونو فردو، نطنز او اصفهان یې بریدونه کړي.
نوموړي نن (یکشنبه، سرطان لومړۍ) ویلي، پر فردو تاسیساتو د بمونو باران وشو او دا مهال ټولې الوتکې په خوندي ډول د ایران له فضایي حریم وتلي.

د بلخ امنیتي مسوولان وايي چې د تېر یوه کال پرمهال یې، دغه ولایت کې نږدې شپږ کسان د نشهيي توکو قاچاق او پلور په تور نیولي دي.
د بلخ امنیه قومنداني نن شنبه، غبرګولي ۳۱مه، سلاموطندار ته ویلي چې د تېرکال پرمهال دغه ولایت کې د نشهيي توکو پلور او قاچاق په تور ۵۹۶ کسان نیول شوي دي.

د لوګر امنیه قومنداني مسوولان وایي چې امنیتي او کشفي ځواکونو د کابل-ګردېز پر لویه لاره د مرکز پلعلم ښار اړوند په «خضر» بازار سیمه کې دوه کسان د نشهیي توکو قاچاق او جعلي بانکنوټونو په تړاو نیول شوې دي.

د ایران دولتۍ رسنۍ تسنیم وايي چې د یاد هېواد په مشهد ښار کې د ۱۸ ناقانونه افغان کډوالو نیولکېدل، اسراییلو سره هېڅ تړاو نهلري.
یادې رسنۍ نن پنجشنبه، جون ۱۹مه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې یاد کسان له اسراییلو سره د همکارۍ او د بېپېلوټه الوتکو جوړولو کې هېڅ لاس نهلري او په وینا یې، دغه افغانان ایران کې د اوسېدو لپاره د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله نیول شوي دي.

د اسراییل د لومړي وزیر دفتر ویلي چې د جمعې له ورځې راهیسې تر نن سهار پورې نښتو کې ۲۴ اسراییلیان وژل شوي او ۵۹۲ نور ټپیان دي.
د اسراییل د لومړي وزیر د بیانیې پر اساس، ایران د نښتو پرمهال په اسراییل څه باندې ۳۷۰ بالستیک توغندي او سلګونه ډرون توغولي دي.

د راپورونو پر اساس، د جمعې په ماښام له کله راهیسې چې ایران پر اسراییل بریدونه پیل کړي، هلته د وژل شویو شمېر ۱۶ او د ټپیانو ۳۹۰ ته لوړ شوی دی.
ويل شوي چې دوه اسراییلي جسدونه نن (دوشنبه، جوزا ۲۶) سهار مهال «بات یام» ښار کې له خاورو لاندې را اېستل شوي چې په توغندي لګېدلي وو.

ایران تېره شپه یو ځل بیا د تلابیب او حیفا په شمول د اسراییل په بېلا بېلو سیمو توغندیز بریدونه کړي چې پراخې ویجاړۍ یې

د راپورونو پر اساس، له تېرې شپې راهیسې د اسراییل په بېلا بېلو سیمو د ایران توغندیزو بریدونو کې لږ تر لږه ۸ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر ټپیان دي.
دغو بریدونو کې د اسراییل دننه د یو شمېر ودانیو د ویجاړېدو خبرونه هم ورکړل شوي.
ویل شوي چې ۳۵ کسان تر خاورو لاندې دي او د ژغورنې عملیات یې روان دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران په اټومي تاسیساتو او پوځي چارواکو د اسراييل بریدونو ته لومړني غبرګون کې ویلي، “هوکړې ته د رسېدو لپاره یې ایران ته ډېر فرصتونه ورکړي وو”، خو اوس شرایط توپیر کوي.
هغه ویلي، «ځینې ایراني توندلارو د زړورتیا خبرې کولې، خو نه پوهېدل چې څه به پېښ شي. اوس هغوي ټول مړه شوي او اوضاع به نوره هم بدتره شي.»

د راپورونو پر اساس، د سعودي عربستان، پاکستان او قطر په ګډون یوشمېر نورو هېوادونو او سیاستوالو پر ایران د اسراییل ننني بریدونه په کلکه غندلي.
د قطر بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه بریدونه د ایران د ځکمنۍ بشپړتیا، حاکمیت او له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې.
د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزارت هم ایراني لوري سره ټلیفوني خبرو کې د اسراییل بریدونه محکوم کړي دي.

د راپورونو پر اساس، د اسراییل د پوځ ویاند ویلي چې ایران پر دغه هېواد تر سلو ډېر ډرون توغولي دي. د اسراییل ټایمز رسنۍ

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د اسراییلو له خوا د ایران پر اټومي تاسیساتو بریدونو ته اندېښنه ښودلې. د انتونیو ګوترش د ویاند مرستیال

د ایران مذهبي مشر آیتالله علي خامنهييي د اسراییل د هوایي بریدونو په غبرګون کې ویلي، «صهیونست رژیم» باید د یو سخت مجازات یا ځواب په تمه وي.
خامنهیی د ایران ولس ته په یوه پیغام کې ویلي: «صهیونست رژیم په دغه جنایت سره، خپل ځان ته یو تریخ او دردناک برخلیک برابر کړ او له دغه برخلیک سره به خامخا مخ کیږي.»

اسراییلي چارواکو نن جمعه وویل چې د ایران پر اټومي تاسیساتو یې واردمخه بریدونه کړي.
ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د اسراییل ننیو بریدونو کې د اسلامي انقلاب سپاهپاسداران عمومي قومندان سردار سلامي وژل شوی دی.
راپورونو کې ویل شوي چې د دغو بریدونو په دلیل، د پلازمینې امام خمیني نړیوال هوايي کې الوتنې هم ځنډول شوي دي.