سپین‌بولدک کې نښتې؛ خلک: د جګړې له امله مو کورونه پرېښودل

د کندهار سپین‌بولدک ولسوالي د عامه اړیکو مسوول علي محمدحقمل وایي، د افغان او پاکستاني لوري ترمنځ جګړه تېره شپه پیل شوې چې د چهارشنبې تر سهار پورې يې دوام وکړ.

د نوموړي په خبره، په دې نښته کې پاکستاني ځواکونو ته ډېر تلفات اوښتي، خو لا تراوسه یې کره شمېر نه‌دی څرګند شوی. نوموړی زیاتوي چې جګړه د پاکستاني لوري له‌خوا پیل شوې وه او د سهار تر شاوخوا اتو بجو یې دوام وکړ.

تازه جګړه؛ سپین‌بولدک کې پاکستاني سرتیري وژل شوي

د اسلامي امارت چارواکي وايي چې د کندهار سپین بولدک ولسوالي کې له پاکستاني لورې سره د تازه نښتو پرمهال د افغان لورې په ځوابي برید کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پوښتې په نښه شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پر ایکسپاڼې لیکلي چې ګڼ‌شمېر پاکستاني متجاوز نظامیان وژل شوي، پوستې او مرکزونه یې نیول شوي، وسلې او ټانګونه ترې لاسته شوي او نظامي تاسیسات هم له‌منځه وړل شوي دي.  

د افغان ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ یو ځل بیا نښته شوې

پکتيکا کې سرچینې وايي چې د یاد ولایت په تروه ولسوالي کې د افغان ځواکونو او پاکستاني ملیشو ترمنځ جګړه پيل شوې ده.

له يادې سيمې ځايي سرچينو سلام‌وطندار ته تایید کړې چې د تروه ولسوالي دوو سيمو کې نن سهار شاوخوا نهه بجې د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ جګړه پيل شوې چې لاهم دوام لري.

ذبیح‌الله مجاهد: سپین‌بولدک کې د جګړې پرمهال ۱۲ ملکیان شهیدان شوي

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، سپین‌بولدک کې د افغان او پاکستاني لوري ترمنځ جګړه کې ۱۲ ملکیان شهیدان او تر سلو زیات ټپیان شوي.

هغه نن چهارشنبه پر اېکسپاڼه ویلي «متأسفانه چې نن سهار وختي یو ځل بیا پاکستاني ځواکونو د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ کې په افغانستان د سپکو او درنو وسلو بریدونه پیل کړل چې له امله یې تر ۱۲ تنو ملکي هېوادوال شهیدان او له ۱۰۰ زیات ټپیان شوي دي.»

سپین‌بولدک کې د افغان او پاکستاني لوري ترمنځ جګړه؛ ګڼ ملکيان بېځایه شوي

د کندهار سپین‌بولدک ولسوالي کې د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته د اسلامي امارت او پاکستاني لوري ترمنځ شدیده جګړه روانه ده چې ګڼ ملکيان بې‌ځایه شوي.

نن سهار شاوخوا څلور بجې د کندهار د سپین‌بولدک ولسوالۍ په پوله جګړه پیل شوه چې د ځایي چارواکو او سرچینو په وینا، پکې سپکې او درنې وسلې کارول کېږي او ګڼو ملکي کورنیو د توپچي بریدونو له امله خپلې مېنې پرېښي.

بلال کریمي: پاکستان کې «شریره کړۍ» د سیمې ثبات ګواښي

په چین کې د افغانستان د اسلامي امارت سفیر بلال کریمي، ویلي، تر هغو چې د پاکستان دننه د «شریره کړۍ» کنټرول نه‌شي، په سیمه کې به دوامدار ثبات رامنځته نه‌شي.
هغه لیکلي: «پاکستان کې شریره کړۍ د سیمې د امنیت پر وړاندې د یوې سرطاني غدې په څېر راڅرګنده شوې ده. دا یوه مصنوعي پروژه ده چې د سیمې د سولې او ثبات پر وړاندې خنډ ګرځېدلې ده.»

ډونالډ ټرمپ: هڅه کوم د افغانستان او پاکستان جګړه ختمه کړم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د شخړو حل‌کولو کې ښه مهارت لري او هڅه کوي د افغانستان او پاکستان جګړه هم حل کړي.
هغه اسراییل او مصر سفر ته له سفر مخکې خبریالانو سره خبرو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ روانې شخړې ته اشاره وکړه او ویلي، دا مسله به هم حل کړي.
هغه ادعا وکړه چې دا به اتمه جګړه وي چې دی یې پایته رسوي.

ذبیح‌الله مجاهد: د تېرې شپې جګړه کې ۵۸ پاکستاني پوځیان وژل شوي

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د اسلامي امارت ځواکونو د تېرې شپې عملیاتو کې ۵۸ پاکستاني نظامیان وژل شوي او ۳۰ ټپیان دي.
هغه وویل، دغو عملیاتو کې د پاکستاني پوځ ۲۵ پوستې هم نیول شوي او د هغوی ګڼ شمېر پوځي مهمات د اسلامي امارت د ځواکونو لاس ته ورغلي.

دفاع وزارت پاکستان ته: که بیا مو د افغانستان حریم نقض کړ، سخت ځواب به ترلاسه کړئ

د دفاع وزارت ویلي چې د پاکستاني ځواکونو پر وړاندې د افغان پوځ د تېرې شپې عملیات د پاکستان له لوري د افغانستان د حریم پرلپسې نقض په ځواب کې ترسره شول.
د دفاع وزارت زیاته کړې چې که مقابل لوری بیا د افغانستان حریم نقض کړي، افغان وسله‌وال پوځ د خپل حریم دفاع ته چمتو دی او کلک ځواب به ورکړي.

د اسلامي‌ امارت غچ‌اخیستونکي بریدونه؛ پاکستاني ځواکونو ته درانه تلفات اوښتي

پر ډیورنډ فرضي کرښه پر پاکستانیو پوستو د اسلامي امارت د تېرې شپې غچ‌اخیستونکو بریدونو کې پاکستاني پوځ ته درانه تلفات اوښتي او ګڼ شمېر امنیتي پوستې یې ویجاړې شوي.
د اسلامي امارت مسوولانو ویلي، افغان پوځ تېره شپه په کونړ، ننګرهار، پکتیا، خوست، کندهار او هلمند ولایتونو کې پر ډیورنډ فرضي کرښه په پاکستاني ځواکونو عملیات کړي.

د متقي او جي‌شنکر ترمنځ غونډه؛ د اړیکو په پیاوړتیا خبرې شوي

د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي خپل هندي سیال ایس‌جې شنکر سره نوې‌ډیلي کې غونډه کړې.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل ویلي چې دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سیاسي اړیکو د پیاوړتیا، اقتصادي همکاریو د پراختیا، د ولسونو تر منځ په تګ راتګ او پر سیمه‌ییزو موضوعاتو هر اړخیز بحث شوی.

حامد کرزي په کابل او پکتیکا د پاکستان بریدونه غندلي

پخواني ولسمشر حامد کرزي پر کابل او پکتیکا د پاکستان هوايي بریدونه غندلي او هغه یې د نړیوالو اصولو او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض بللی.
هغه ویلي چې د افغانستان او سیمې پر وړاندې د پاکستان پالیسۍ غیرمسوولانه دي او هغه څه چې ورسره لاس او ګرېوان دی، د اسلام‌اباد د ناسمو او غلطو پالیسو پایلې دي.