Asset 1SWN

سلام وطندار

حامد کرزي په کابل او پکتیکا د پاکستان بریدونه غندلي

حامد کرزی

پخواني ولسمشر حامد کرزي پر کابل او پکتیکا د پاکستان هوايي بریدونه غندلي او هغه یې د نړیوالو اصولو او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض بللی.

حامد کرزي نن (جمعه، میزان ۱۸) پر فېسبوک پاڼه لیکلي چې «د ګران هېواد پر پلازمینه کابل او پکتیکا ولایت د پاکستان هوايي برید په کلکه محکوموم.»

هغه ویلي چې د افغانستان او سیمې پر وړاندې د پاکستان پالیسۍ غیرمسوولانه دي او هغه څه چې ورسره لاس او ګرېوان دی، د اسلام‌اباد د ناسمو او غلطو پالیسو پایلې دي.

ښاغلي کرزي لیکلي چې پاکستان باید د خپلو نړیوالو مسئولیتونو پر بنسټ، د تېري او د نړیوالو تعهداتو د نقض پر ځای له تېروتنو، کړکېچ او تاوتریخوالي ډډه وکړي، خپلې ناسمې او زیان‌رسوونکې پالیسۍ له سره وارزوي او د هغوی د ناوړو پایلو د مخنیوي او د خپلو تېرو تېروتنو د جبران په موخه، د ښه ګاونډیتوب اصولو او نړیوالو موازینو ته درناوی وکړي او له افغانستان سره په دوستانه او اړیکو ولاړ تعامل ته چمتو شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د اسلامي امارت چارواکو تراوسه پر کابل او پکتیکا د پاکستان بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد سره له دې چې کابل ښار کې د چاودنو غږونو اورېدل تاییدوي، خو وايي چې د اندېښنې وړ خبره نشته.

ښاغلي مجاهد تېره شپه پر اېکسپاڼه لیکلي، د پېښې پلټنې روانې دي او تر اوسه د کوم زیان په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام