پر ډیورنډ فرضي کرښه پر پاکستانیو پوستو د اسلامي امارت د تېرې شپې غچاخیستونکو بریدونو کې پاکستاني پوځ ته درانه تلفات اوښتي او ګڼ شمېر امنیتي پوستې یې ویجاړې شوي.
د اسلامي امارت مسوولانو ویلي، افغان پوځ تېره شپه په کونړ، ننګرهار، پکتیا، خوست، کندهار او هلمند ولایتونو کې پر ډیورنډ فرضي کرښه په پاکستاني ځواکونو عملیات کړي.
ختيځ کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ویاند وحیدالله محمدي سلاموطندار ته ویلي، یوازې په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې د پاکستاني پوځیانو ١١ پوستې افغان ځواکونو نیولي.
د هغه په وینا، جګړه کې ۱۵ پاکستاني پوځیان وژل شوي او د دوی پوستې او وسلې هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي.
د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رییس حافظ عبدالباري راشد هلمندي هم ویلي چې افغان ځواکونو پر ډیورنډ فرضي کرښه د بهرامچې ولسوالي «د شکېج، بي بي جاني او صالحانو» سیمو کې ۳ ساعته عملیات ترسره کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه ویلي چې د بریدونو پایله کې د پاکستاني عسکرو ٣ پوستې نیول شوي او په کې ۱۵ عسکر ووژل شول، ٦ میله اسلحه، ١ د شپي دوربین او جسد یې د اسلامي امارت ځواکونو ته په لاس ورغلی.
د خوست ولايت مقام وياند مستغفر ګربز هم سلاموطندار ته ویلي، د ځاځي میدان ولسوالي «پالوڅې» ساحه کې د پاکستاني پوځیانو دوه پوستې افغان ځواکونو نیولي او يوه اندازه وسلې هم ترلاسه شوي.
ګربز وويل چې په ياده سيمه کې ٢ پاکستاني پوځيان په ټپي حالت کې افغان ځواکونو نيولي دي.
د کندهار ځایي سرچینو هم ویلي چې د معروف ولسوالي د «لوی بند» سیمه کې ۵ پاکستاني پوځیان د جګړې پر مهال ژوندي نیول شوي.
د اسلامي امارت ځواکونو تېره شپه په کونړ، ننګرها، پکتیا، خوست، هلمند او کندهار ولایتونو کې پاکستاني لوري سره سختې نښتې کړي دي.