هېواد کې د درېوو ورځو پرمهال د سېلابونو له امله ۲۱کسان مړه او ۱۹ ټپیان شوي

پیښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت چارواکي وايي چې د تېرو درېوو ورځو پرمهال د هېواد په ۷ ولایتونو کې د اورښتونو له امله سېلابونو د  ۲۱ کسان ژوند اخیستی او ۱۹ نور ټپیان دي. د وروستيو سېلابونو له امله يوشمېر زيانمنې شوې کورنۍ وايي، د سرپرست حکومت له لوري ورسره تراوسه مرستې نه‌دي شوي.

د هرات-بلخ ترمنځ د مسافروړونکو موټرو نمایندګي پرانېستل شوه

هرات کې چارواکي وايي چې د «بلخ-هرات» ترمنځ مسافرو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د مسافروړونکو موټرو نمایندګي پرانېستل شوه.

د یاد ولایت د ځمکني ټرانسپورټ ریاست اداري او مالي امر عبدالحنان سنګري سلام‌وطندار ته وايي، د موټرو دغه نمایندګي یې له ایران دغه ولایت ته راستنېدونکو افغانانو ته د اسانتیاو لپاره جوړه کړې.

لوګر کې له روغتون غلا شوی ماشوم بېرته خپلې کورنۍ ته وسپارل شو

د لوګر امنیه قومنداني چارواکي وایي، د څرخ ولسوالي له روغتون څخه هغه نوی زېږېدلی ماشوم یې بېرته خپلې کورنۍ ته سپارلی چې غلا شوی و

د دغه ولایت امنیه قومنداني ویاند احمدالله انس سلام‌وطندار ته وویل، امنیتي ځواکونو دغه ماشوم له غلا څو ساعته وروسته، د څرخ ولسوالۍ په «پنګرام» کلي کې له یوه کوره پیدا او بېرته یې خپلې کورنۍ ته سپارلی دی.

د تورغونډۍ کمیسار: د دې بندر له لارې د سوداګرۍ کچه لوړه شوې

د تورغونډۍ د کمیسارۍ مشر حضرت‌اغا نن یکشنبه، غبرګولې شپږمه سلام‌وطندار ته وویل، پخوا به د ورځې له سلو تر ۲۵۰ باروړونکي موټر د تورغونډۍ بندر له لارې هېواد ته دننه کېدل، خو اوس د ورځې تر ۵۵۰ باروړونکي موټر هېواد ته دننه کیږي چې تېر ته په پرتله زیاتوالی ښيي.

د افغانستان بانک یو پلاوی مالیزیا ته تللی

د افغانستان بانک وايي چې د دغه بانک یو پلاوی د نړیوال اسلامي اقتصادي او مالي فورم په کلني نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره مالیزیا ته تللی دی.

د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري وايي، ټاکل شوې دغه پلاوی د دوشنبې او سه‌شنبې پر ورځو د اسلامي اقتصادي او مالي فورم په کلني نړیوال کنفرانس کې چې په مالیزیا کې جوړېږي، ګډون وکړي.

مجاهد: داعش مات شوی او د تېښتې په حال کې دی

د امریکا ولسمشر جوبایډن خپلو تازه څرګندونو کې افغانستان د امپراطوریو هدیره بللې او ټینګار یې کړی چې افغانان به هېڅ کله هم سره یوموټي نه‌شي.

ولسمشر جوبایډن دغه څرګندونې تېره ورځ د کینیا ولسمشر ویلیام روټو سره په یوه ګډه خبري ناسته کې کړې دي. هغه په دې غونډه کې همداراز ویلي چې د داعش کنټرولولو لپاره د افغانستان له اشغال پرته نورې لارې‌چارې هم شتون لري.

غزني کې د لاسي‌توکو پلورونکي: د پلور کچه مو ۵۰سلنه کمه شوې

غزني ښار کې د سړک پر غاړو د لاسي توکو یوشمېر پلورونکي وايي، کاروبار یې کمرنګه شوی او نه‌شي کولای، د خپلو کورنیو اړتیاوې برابرې کړي.

د دوی په وینا، د پخوا په پرتله يې عوايدو کې پنځوس سلنه کموالى راغلى. ۵۰کلن امام‌الدین چې د اته کسیزې کورنۍ سرپرستي ورپر غاړه ده، وايي، د کار بازار کمرنګه‌ کېدو له امله په دې ورځو کې د خپلې کورنۍ د ژوند لګښتونه نه‌شي برابرولی.

د سلام‌وطندار موندنې؛ د هلکانو په پرتله نجونې د انتخاب له حق محرومې دي

سلام‌وطندار په پلازمېنه کابل کې د کورنیو ترمنځ «نجونو او هلکانو» ته د غوراوي «انتخاب» حق ورکړې په تړاو له ۳۶نجونو او هلکانو سره مرکې کړې دي.

د مرکو پایلې ښيي چې په کورنیو کې د نجونو په پرتله هلکانو ته د غوراوي «انتخاب» حق ورکړې ته ډېر پام کېږي او نجونې ترې محرومې دي.

د سرپناه له نشتون د راستنېدونکو شکایت؛ « ټول افغانستان کې د کوټې ځای نه‌لرو»

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اېستلو دويم پړاو پیلېدو راهیسې زرګونه کورنۍ د تورخم او سپین‌بولدک له لارو هېواد ته راستنې شوي دي.

یوشمېر راستانه شوي سلام‌وطندار ته وايي، هېواد ته په راتګ خوښ دي، خو د سرپناه نشتون او وزګارتیا سره لاس او ګرېوان دي.

د کار او زده‌کړو مخنیوی؛ افغان مېرمنو کوچنیو اقتصادي فعالیتونو ته مخه کړې

افغانستان کې د تېرو نږدې درېوو کلونو پرمهال د ښځو پر زده‌کړو او کار محدودیتونه لامل شوي چې دوی ټولنې ته د ورګرځېدو او ځان‌بسیاینې لپاره په نورو برخو کې کار کولو ته مخه کړي. له یادو مېرمنو اووه یې په کندوز، شپږ یې په بدخشان، څلور یې جوزجان، پنځه یې فراه او یوه مېرمن هم په تخار کې فعالیت کوي.

د کانکور ازموینې نېټې اعلان؛ سږکال ۱۵۰زره هلکانو نوملیکنه کړې

د ازموینو ملي ادارې نن پنج‌شنبه، غبرګولي دویمه کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال د ۱۴۰۳کال د عمومي کانکور ازموینې نېټه اعلان کړه.

په دې غونډه کې د ازموینو ملي ادارې سرپرست عبدالباقي حقاني وویل چې د روان کال کانکور ازموینه به په پنځو پړاونو کې واخیستل شي.

پکتیکا کې په ۸۰زره ډالرو د یوه پُل د جوړېدو چارې پیل شوې

د پکتیکا په «یحیی‌خېلو» ولسوالي کې د ۸۰زره امریکايي ډالرو په ارزښت د یوه پُل د جوړېدو چارې پیل شوې.

د پکتيکا ولايت مقام څخه سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ليکل شوي چې پرون «چهارشنبه، غبرګولي دویمه» د یوه سوداګر په شخصي لګښت د یحیی‌خېلو ولسوالي د «غيبي‌خېلو» سيمه کې د يوه پُل د جوړېدو چارې پيل شوې.

د سرپرست حکومت مشرتابه د ۱۴۰۳ مالي کال بودیجه توشیح کړه

د سرپرست حکومت مسوولان وايي، د روان مالي کال ملي بودیجه کې د خلکو اړتیاوې او لومړیتوبونه په پام کې نیول شوي او د سږکال ملي بودیجه هم د تېرکال په څېر له کورنیو عوایدو تامین شوې.

سرپرست حکومت د تېرو دوو کلونو راهیسې د بودیجې څومره‌والي په اړه له جزییاتو ورکولو پرته توشیح کوي.