د عامې روغتیا وزارت: د هېواد ۳۰۰ ولسوالۍ معیاري روغتونونه نه‌لري

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې د هېواد ۳۰۰ ولسوالۍ معیاري روغتونونه نه‌لري او خلک یې له روغتیايي خدمتونو بې‌برخې دي.

د یاد وزارت مسوولانو دغه څرګندونې نن یکشنبه د زمري ۲۹مه «ملت ته د دولت د حساب ورکولو پروګرام» کې وکړې.

دفاع وزارت: د افغانستان شاوخوا ۶۰ چورلکې لاهم ګاونډيو هېوادونو کې دي

د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي چې لا هم د یاد وزارت اړوند ۶۰ چورلکې د افغانستان ګاونډيو هېوادونو کې دي او دوی ته نه دي سپارل شوي.

د ملي دفاع وزارت چارواکو دغه څرګندونې نن یکشنبه د زمري ۲۹مه «ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام» کې د یاد وزارت د تېر کال کلني راپور وړاندې کولو پر مهال کړي دي.

د نیول شویو خبریالانو کورنۍ له ا.ا څخه د هغوی د خوشې کولو غوښتنه کوي

په کندوز او بدخشان ولایتونو کې د سلام‌وطندار د خبریال حسیب حساس ورور حکیم حساس وايي، د ا.ا استخباراتو تېره اوونۍ په کندوز کې د هغه ورور نیولی او تر اوسه لادرکه دی.
حکیم حساس وايي، ورور یې له خبریالۍ پرته بل هېڅ کار نه درلود. هغه غوښتنه کوي چې ژرترژره دې حسیب حساس خوشې شي؛ ځکه په خبره یې، د کورنۍ یواځینی سرپرست دی.

عدلیې وزارت: د ګوندونو سیاسي فعالیتونه بند او شرعي بڼه نه‌لري

د عدلیې وزارت مسوولان وايي چې په هېواد کې د ګوندونو ټول سیاسي فعالیتونه په بشپړه توګه بند شوي دي.

د عدلیې وزارت مسوولانو دغه څرګندونې نن چهارشنبه د زمري ۲۵مه «ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام» کې د دغه وزارت د کلني راپور وړاندې کولو پرمهال کړي دي.