Asset 1SWN

اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هېواد کې د ځوانانو ۸۰۰ نوې شوراګانې جوړوي

FB_IMG_1692260960907

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معین پل‌علم کې د ځوانانو یوې مناظرې ته وویل، ډېر ژر به د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ځوانانو سلګونه نوې شوراګانې جوړې کړي.

د ځوانانو چارو معین محمدیونس راشد پل‌علم کې د ځوانانو جوړې شوې دې مناظرې ته وویل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په پام کې لري چې ډېر ژر د هېواد په ټولو ولایتونو، ولسوالیو او د ښار په ناحیو کې ۸۰۰ نوې د ځوانانو شوراګانې جوړې کړي.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

راشد زیاته کړه چې هره شورا به ۷ کمېټې ولري او په منظمه بڼه به د ځوانان پرمختګ او یوالي لپاره په بېلابېلو برخو کې کار کوي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین زیاته کړه، تازه د هېواد د ټولو ولایتونو د ځوانانو مدیریتونو د ځوانانو امریتونو ته ارتقا کړې او په پام کې ده چې په راتلونکې کې د ځوانانو امریتونو ته بودیجه هم ځانګړې شي، څو ځوانانو ته په خپل ولایتونو کې غوره خدمات وړاندې کړي.

بل‌خوا په پل‌علم کې جوړې شوې مناظرې په ترڅ کې د لوګر یوشمېر ځوانانو له لوري د دغه ولایت د ځوانانو ستونزې هم شریکې شوې.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د لوګر د مرکز پل‌علم یوه ځوان محمداجان ترین وویل چې اوس ځوانان له پراخو ستونز لکه، لیک لوست، وزګارتیا، له هیواد څخه د ځوانانو تېښته او په دولتي ادارو کې د دندې نه ورکولو له ستونزو سره لاس او ګریوان دي او حکومت ته پکار ده چې د ځوانانو سونزو ته بې له ځنډه رسیده ګي وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام