د سوېلي کوریا چارواکي وايي چې خپل ګاونډی شمالي کوریا بېګاه ټوله شپه دغه هېواد ته له کثافاتو ډګ شاوخوا ۶۰۰ بالونونه ورخوشې کړې دي.
له کثافاتو ډک بالونونه د سوېلي کوریا پلازمېنې سوول په بېلابېلو سیمو کې موندل شوې دي. دغه بالونونه له پلاسټیکونو، کاغذونو او د سکرېټ کارټونو او پاتې شونو ډک سوېلي کوریا ته لېږدول شوې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
شمالي کوریا له کثافاتو ډک دغه بالونونه سوېلي کوریا ته د «صداقت «اخلاص» ډالۍ» په نوم یاد کړي دي. د سوېلي کوريا د ملي دفاع وزارت سمدلاسه د بالونونو شمېر یا په سوېلي کوریا کې د ښتهکیدونکو بالونونو په اړه څه ندي ویلي.
د سوېلي کوریا یونهاپ خبري اژانس د نامعلومو نظامي سرچینو په حواله ویلي چې چارواکو د شنبې په شپه شاوخوا ۹۰ بالونونه موندلي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه بالونونه له کاغذ، پلاستیک او د سګرټ له پاتو شونو ډک وو چې د پلازمېنې سیول او نږدې ګیونګي ولایت په سیمو راښکته شوي دي.
شمالي کوريا له دې وړاندې هم سوېلي کوريا ته له کثافاتو ډک بالونونه ورخوشې کړي وو.