شمالي‌کوريا خپل «تر ټولو پياوړی بالېستیک» توغندی نندارې ته وړاندې کړ

د شمالي‌کوريا دولتي خبري اژانس(KCNA)  راپور ورکړی چې د دغه هېواد مشر کېم‌جونګ‌اون په مشري د پوځي پرېډ پرمهال تر ټولو پرمختللې وسلې نندارې ته وړاندې شوې.

دغه پرېډ پرون جمعه، اکتوبر لسمه، د پلازمېنې پيونډيانګ په میدان کې جوړ شوی و.

پوتین: ډېر ژر به اټومي وسلې نندارې ته وړاندې کړو

د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین وايي چې هېواد یې، د پرمختللو وسلو ودې ته دوام ورکړی او د اټومي وسلو ازمایښت تر دې دمه په بریالیتوب سره روان دی.

پوتين د تاجکستان له سفر وروسته له خبريالانو سره په خبرو کې وويل: «باور لرم چې ډېر ژر به وکولای شو راپور ورکړو چې هغه وسلې چې يو وخت مو نوم اخيستی و، اوس د پرمختګ او برياليو ازموينو پړاو ته رسېدلې دي.»

حماس: اسراییلو ته د جګړې د تکرار پلمه نه‌ورکوو او غزه سپاروو

قاسم  له «العربيه» سره په مرکه کې وويل چې د امريکا ولسمشر دونالد ټرمپ د سولې د وړانديز شوې طرحې ځينې برخې لاهم د منځګړو هېوادونو ترمنځ بحث او ارزونې ته اړتيا لري، خو حماس د دې طرحې لومړۍ مرحله عملي کړې او له ټولو اړخونو سره د اوربند د ساتلو لپاره همکاري کوي.

محمودعباس: د اصلاحاتو پیل مو کړی

د فلسطين خپلواکې ادارې مشر، محمود عباس وايي، هغه اصلاحاتي بهیر پیل شوی چې له امریکا سره ورته ژمن دی.

هغه په ځانګړې توګه د امریکا ولسمشر، دونالد ټرمپ د دې هڅو ستاینه وکړه چې د غزې تړانګې لپاره د اوربند د ټینګولو په لټه کې وو.

عباس زیاته کړې چې اصلاحات به تر هغې روان وي، څو يو ثابت او پیاوړی ارګان رامنځته شي چې د فلسطينيانو د رهبرۍ د پرمخ وړو وړتيا ولري.

د متقي او جي‌شنکر ترمنځ غونډه؛ د اړیکو په پیاوړتیا خبرې شوي

د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي خپل هندي سیال ایس‌جې شنکر سره نوې‌ډیلي کې غونډه کړې.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل ویلي چې دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سیاسي اړیکو د پیاوړتیا، اقتصادي همکاریو د پراختیا، د ولسونو تر منځ په تګ راتګ او پر سیمه‌ییزو موضوعاتو هر اړخیز بحث شوی.

حامد کرزي په کابل او پکتیکا د پاکستان بریدونه غندلي

پخواني ولسمشر حامد کرزي پر کابل او پکتیکا د پاکستان هوايي بریدونه غندلي او هغه یې د نړیوالو اصولو او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض بللی.
هغه ویلي چې د افغانستان او سیمې پر وړاندې د پاکستان پالیسۍ غیرمسوولانه دي او هغه څه چې ورسره لاس او ګرېوان دی، د اسلام‌اباد د ناسمو او غلطو پالیسو پایلې دي.

ذبیح‌الله مجاهد: کابل ښار کې د تېرې شپې چاودنو پلټنې روانې دي

د اسلامي امارت ویاند کابل ښار کې د چاودنو غږونو اورېدل تاییدوي، خو وايي چې د اندېښنې وړ خبره نشته.
ذبیح‌الله مجاهد پر اېکسپاڼه لیکلي: «کابل ښار کې د چاودنې غږ اوریدل شوی، خو څوک دې تشویش نه‌کوي، خیر او خیرت دی.»
ورته وخت کې د ټولنیزو شبکو ګڼ شمېر کاروونکو ویلي چې د قوي چاودنو او د بې‌پیلوټه الوتکو د ګرځېدو غږونه یې اورېدلي.