Asset 1SWN

سلام وطندار

شمالي‌کوريا خپل «تر ټولو پياوړی بالېستیک» توغندی نندارې ته وړاندې کړ

G28eBf2bwAMye8O

د شمالي‌کوريا دولتي خبري اژانس(KCNA)  راپور ورکړی چې د دغه هېواد مشر کېم‌جونګ‌اون په مشري د پوځي پرېډ پرمهال تر ټولو پرمختللې وسلې نندارې ته وړاندې شوې.

دغه پرېډ پرون جمعه، اکتوبر لسمه، د پلازمېنې پيونډيانګ په میدان کې جوړ شوی و.

د راپور له مخې، د وسلو د دې نندارې اصلي تمرکز پر نوي د لویو وچو ترمنځ د «هواسونګ–۲۰» باليستيک توغندی (ICBM) و چې د پوځ تر ټولو پياوړی اټومي ستراتيژيک وسلو سېستم بلل شوی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د دې توغندي د وړتيا په اړه ويل کېږي چې کولای شي د اوږدو واټنونو هدفونه په دقيق ډول په نښه کړي او د اټومي جنګي سرګلولې د انتقال توان لري.

په پريډ کې همداراز د اوږده واټن ستراتيژيک کروز توغندي، بې‌پيلوټه الوتکې د توغولو وسايل او د پوځ نوې ټکنالوژۍ هم نندارې ته وړاندې شوې.

د څارونکو په باور، دا ننداره د شمالي‌کوريا له لوري لوېديځ ته يو سياسي او پوځي پيغام دی چې ښيي دغه هېواد د امريکا او متحدينو د فشارونو سربېره لاهم د خپلو اټومي وړتياوو د پياوړتيا پر لور روان دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام