Asset 1SWN

سلام وطندار

ذبیح‌الله مجاهد: کابل ښار کې د تېرې شپې چاودنو پلټنې روانې دي

Afghanistan produces about half the power it currently uses and imports the other half from neighboring countries. But that total still doesn't meet the country's demands. This photo shows Kabul at night in January.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد کابل ښار کې د چاودنو غږونو اورېدل تاییدوي، خو وايي چې د اندېښنې وړ خبره نشته.

هغه تېره شپه پر اېکسپاڼه ولیکل: «کابل ښار کې د یوې چاودنې غږ اوریدل شوی، خو څوک دې تشویش نه کوي، خیر او خیرت دی.»

د ښاغلي مجاهد په وینا، د پېښې پلټنې روانې دي او تر اوسه د کوم زیان په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ورته وخت کې د ټولنیزو شبکو ګڼ شمېر کاروونکو لیکلي چې تېره شپه پر کابل ښار هوايي برید شوی چې دا د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره سرغړونه ده.

دوی ویلي چې د قوي چاودنو او د بې‌پیلوټه الوتکو د ګرځېدو غږونه یې هم اورېدلي دي.

ورته وخت کې یو شمېر رسنیو راپور ورکړی چې پاکستان کابل ښار کې د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي‌ ټي ‌پي پر مشر برید کړی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام