پکتيکا کې سږکال د دوهنيم ميليارد افغانيو په لګښت پروژې بشپړې شوي
د پکتيکا محلي مسوولان وايي چې د دې ولايت په مرکز او ولسواليو کې د روان ۱۴۰۳ کال پرمهال په بېلابېلو برخو کې ۴۵۰ لوېې او کوچنی پروژې بشپړې شوې دي.
د پکتيکا محلي مسوولان وايي چې د دې ولايت په مرکز او ولسواليو کې د روان ۱۴۰۳ کال پرمهال په بېلابېلو برخو کې ۴۵۰ لوېې او کوچنی پروژې بشپړې شوې دي.
د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د بندیانو د تبادلې په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته، د سرپرست حکومت ویاند ذبېحالله مجاهد سلاموطندار ته وویل، اسلامي امارت په تمه دی چې امریکا د دواړو لوریو ترمنځ د بندیانو د تبادلې په اړه عملي ګامونه پورته کړي.
د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولان وایي چې د ا.ا د مشرتابه د حکم له مخې، د محمداغې ولسوالي لوېدیځ لور ته پر زر جریبه ځمکه دویم صنعتي پارک جوړېږي.
د غزني یوشمېر هغه مېرمنې چې وزن یې ډېر دی، وايي، که څه هم دوی د وزن کمېدو لپاره ډېرې هڅې وکړې، خو بېپایلې وې او له لوړ وزن ځورېږي.
نازیه او سمیر چې لوړ وزن لري، سلاموطندار ته وویل، د وزن کمښت لپاره یې، بېلابېلې لارې وازمایلې، خو بېپایلې وې.
ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د محدودیتونو په زیاتېدو سره، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیکدلي سره لیدنه کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل غوښتنه کړې.
د سوېليکوریا چارواکي وايي چې د اوکراین پر ضد روانه جګړه کې د شماليکوریا ۳۰۰ سرتیري وژل شوي او ۲۷۰۰ نور ټپیان دي.
د سوېليکوریا د ملي استخباراتو ادارې دغه معلومات خبریالانو سره شریک کړي دي.
د لوګر د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي چې تېره ورځ «یکشنبه، مرغومې ۲۴مه» د دغه ولایت په مرکز پلعلم ښار کې د یوه عمر لرونکي کس مړی موندل شوی دی.
د غزې په شمال کې د اسراییلي ځواکونو د روانو بریدونو او کلابندۍ له امله شاوخوا ۵۰۰۰ کسان وژل شوي او یا هم ورک دي.
د الجزیرې خبري شبکې نن دوشنبه، جنورۍ ۱۳مه راپور ورکړی چې د یادو بریدونو له امله څه باندې ۹۵۰۰ کسان ټپیان شوي دي.
کندهار کې چارواکي وايي چې د کندهارښار په اوومه ناحیه کې د «پنجاو» کانال په ۸۵۲زره امریکايي ډالرو جوړ او ګټېاخیستنې ته سپارل شوی دی.
دغه کانال د ملګروملتونو نړیوال پراختیايي پروګرام «یواېنډيپي» په مالي ملاتړ جوړ شوی. د دې کانال په جوړېدو سره د شاوليکوټ ولسوالي له لوی بند څخه د پنجوايي ولسوالي او د کندهار ښار اوومې ناحیې ځمکې به هم ورسره خړوبې شي.
د اوبو او انرژۍ ریاست تخنیکي سلاکار انجینیر فضلالرحمن عمرزي پل علم خبریالانو ته وویل، یادې پروژې د اوبو او انرژۍ وزارت د پراختیایي بودجې او همکارو موسسو، په مالي ملاتړ د روان کال له پیل څخه تر اوسه پورې د مرکز په ګډون په ټولو ولسوالیو کې پلې شوې دي.
د بهرنیو، کورنیو، صنعت او سوداګرۍ او د کانونو او پترولیم وزارت مسوولان وايي، د بېلاروس هېواد د بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو د لومړي مرستیالانو په ګډون د دغه هېواد د پانګوالو یوه پلاوي کابل ته د سفر پرمهال د یادو وزارتونو له چارواکو سره لیدلي دي.
د اوکراین چارواکي وايي چې د روسیې په کُرسک کې یې، د جګړې پرمهال د شماليکوریا دوه سرتېري ژوندي نیولي او کېیف ته یې، لېږلي دي.
د اوکراین امنیتي ادارې «اېسبيیو» په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې له نیول شویو دوو سرتېرو یې، یو بېاسناده او دویم کس د روسیې د پوځ کارټ لري چې له منګولیا سره نږدې سیمې اوسېدونکی دی.
د کندهار په تختهپل ولسوالي کې په ۸۰۰زره افغانیو د اوبو زېرمه کولو لپاره «حوضونه» جوړېږي.
یاد حوضونه د کندهار کرنې ریاست د پراختیایي بودیجې په مرسته او د یو خصوصي شرکت په تخنیکي همکاري د تختهپل ولسوالي د څادرګه او تنګي سیمو کې د اوبو ذخیرهکولو دوه حوضونه جوړېږي.
د خوست ښاروالي مسوولان وايي چې د روان ۱۴۰۳ کال له پيل څخه تر دې دمه د بېلابېلو اصنافو څخه ۲۰۸ ميليونه افغانۍ عوايد ټول شوي چې د تېرکال په پرتله ډېروالی ښيي. ياده غونډه کې يوشمېر ښاريانو بيا د خوست ښاروالي له کړنو خوښي ښيي، خو غوښتنه کوي چې ښاروالي د ښار پراختيا او ښکلا لپاره ځانګړې پاملرنه وکړي.
د افغانستان د بانک مسوولان وايي چې سبا «یکشنبه، مرغومي ۲۳مه» به «۱۶» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.
د افغانستان بانک نن (شنبه، د مرغومي ۲۲مه) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا یکشنبه «۱۶» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.
ملګري ملتونه وايي چې د میانمار په ختیځ راخین ایالت کې د پوځ هوايي بریدونو له امله ۴۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۵۰ کورونه ویجاړ شوي دي.
ملګرروملتونو جمعه، جنورۍ ۱۰مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کسان د راخین ایالت اړوند د رامري ښارګوټي په «کیا نيماوو» کلي کې د پوځ هوايي بریدونو پرمهال وژل شوي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون