Asset 1SWN

سلام وطندار

د بریټانیا د پارلمان نوې طرحه؛ پر نه جوړېدونکو ناروغیو اخته کسان ځانونه وژلی شي

Senior-qxt9jvi1sl82wk5ucgzswue6uj9174ff4wq0k7h0g8

د بریټانیا پارلمان داسې طرحه تصویب کړې چې پر بنسټ به یې پر نه جوړېدونکو ناروغیو اخته کسان د ځان‌وژنې حق ولري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې یاده طرحه پرون د بریټانیا په پارلمان کې د ۳۳۰ تایید رایو په ترلاسه کولو سره تصویب شوې ده.

د دغه راپور له مخې، د دې طرحې نوم «پر نه جوړېدونکو ناروغیو د اخته کسانو د ژوند پای» نومېږي او هغو ناروغانو ته چې د ژوند شپږ میاشتې یا تر دې کمه موده یې پاتې وي، اجازه ورکوي چې له ډاکټر سره تر مشورې وروسته د خپل ژوند پای ته رسولو په اړه پرېکړه وکړي.

دا طرحه به یوازې د بریټانیا په «انګلنډ» او ولز سیمو کې عملي شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

کاناډا، نیوزیلنډ، اسپانیا او د امریکا متحده ایالاتو یوشمېر ایالتونو هم د عمر خوړلیو کسانو د ژوند پای ته رسولو لپاره ورته لارې چارې قانوني کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام