Asset 1SWN

افغانستان کې راوتلي خونړي سېلابونه؛ سېلاب‌ځپلي بېړنۍ مرستې غواړي

سمنگان-qo05ap579mycqvi6e207ei1ghkcy0bogze2qo6luh4

په شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې د پرونیو سېلابونو له امله سلګونه کسان مړه او ټپیان شوي او د دې مرګ‌ژوبلې تر ټولو ډېره برخه په بغلان کې ولایت کې اوښتې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په بغلان کې د تېرې ورځې سېلابونو له امله تر ۳۰۰ ډېر کسان مړه او له زرو ډېر استوګنیز کورونه ویجاړ شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بغلان د والي ویاند علم مجیدي هم سلام‌وطندار ته ویلي چې په دغه ولایت کې د سېلابونو له امله تر ۲۳۰ ډېر کسان مړه او ژوبل شوي دي.

هغه زیاتوي: «دغه سېلابونه د بغلان په مرکزي بغلان، نهرین، بُرکې، جلګې، خوست، ډنډ غوري، دهنه غوري، خنجان، پلخمري او تاله‌و‌برفک ولسوالیو کې راغلي او په مرکزي بغلان او بُرکه ولسوالیو کې یې خلکو ته ډېره مرګ‌ژوبله اړولې ده. کومې شمېرې چې تر اوسه موږ ته را رسېدلي، په دغو سېلابونو کې ۱۳۰ کسان مړه او سل نور ټپیان شوي او دا شمېرې په بدلېدو دي.»

له بغلان وروسته په تخار کې هم د تېرې ورځې سېلابونو له امله د ۲۰ کسانو د وژل کېدو او ۱۵ نورو د لادرکه کېدو خبر ورکړل شوی دی. تېره ورځ بغلان، تخار، بدخشان، سمنګان، هرات او غور ولایتونه د سختو سېلابونو شاهدان وو چې ګڼو خلکو ته يې ځاني او مالي زيانونه واړول.

په همدې حال کې په بغلان، تخار، بدخشان او غور کې د سېلاب‌ځپلیو سیمو یوشمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې حکومت او مرستندویه بنسټونه د خلکو ژغورلو لپاره پر وخت نه لاس‌ په کار کېږي او سېلاب‌ځپلیو ته د خوراکي توکو او د اوسېدو لنډمهالی ځای نه برابروي.

د بغلان د مرکزي بغلان ولسوالي اوسېدونکی رحمت‌الله او د تخار د شکمش اوسېدونکی عبدالسمېع وايي:

«سېلاب راغی؛ ښځې، نارینه او ماشومان یې راوړي وو. پرون مو شپږ کسان را واېستل، مړه شوي وو. یوه ښځه مو ژوندۍ ونیوله، روغتون ته یې یووړله.»

«لسګونه کورونه او سلګونه څاروي یې له منځه وړي. دلته یې درې څلور کسان مړه کړي؛ مرستې پر وخت نه کېږي؛ له دولت او بنسټونو غواړو چې خلکو سره مرستې وکړي؛ خلک په ډېر ناوړه وضعیت کې دي.»

ویل کېږي چې سېلاب‌ځپلیو ته د بېړنیو او لازمو مرستو په نه رسېدو سره خلک له سختو ستونزو سره مخامخ دي. د غور او بدخشان اوسېدونکي عبدالظاهر او عزت‌الله په دغو ولایتونو کې د سېلاب‌ځپلیو له ناوړه وضعیت څخه شکایت کوي او وايي:

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

«تر اوسه څلور کسان، په هره ولسوالي کې یو یو کس چې ماشومان او سپین‌ږیري په‌کې دي، مړه شوي. خلکو ته ډېر زیان اوښتی؛ کښتونه او کورونه یې له منځه تللي؛ هېڅ ورته پاتې نه‌دي او سمو خوړو او اوبو ته هم لاسرسی نه لري.»

«زرګونه جریبه باغونه او کرنیزه ځمکه له منځه تللې؛ کورونه په بشپړ ډول وران شوي. په دغه ځای کې ۳۰۰ کورنۍ اوسېږي، لویې لارې ویجاړې شوي؛ تر اوسه موسسو ورسره هېڅ ډول مرسته نه‌ده کړې.»

په همدې حال کې د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد پر خپلې اېکس‌پاڼې له ټولو افغانانو غوښتي چې له سېلاب‌ځپلیو سره مرستې وکړي. نوموړي دغه راز، ډاډ ورکړی چې د سېلاب‌ځپلیو د ژغورلو لپاره به خپل ټول امکانات وکاروي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام