
هلمند کې د کور چت نړېدو له امله ۹ کسانو ته مرګژوبله اوښتې
د هلمند سنګین ولسوالۍ کې د زیاتو ورښتونو له امله د یوه کور چت نړېدلی چې له امله یې ۳ کسانو ژوند بایللی ۶ نور

د هلمند سنګین ولسوالۍ کې د زیاتو ورښتونو له امله د یوه کور چت نړېدلی چې له امله یې ۳ کسانو ژوند بایللی ۶ نور

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ له اسلامي امارت او پاکستان غوښتي چې پر دایمي اوربند هوکړه وکړي. بنت نن ویلي، پاکستان او اسلامي امارت باید نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي او د ملکي وګړو ساتنه یقیني کړي.

د راپورونو پر اساس، د امریکا متحده ایالات تمه لري چې منځني ختیځ ته زرګونه نور سرتېري واستوي.
یوې سرچینې رویټرز ته ویلي، ټاکل شوې چې پنټاګون منځني ختیځ ته له ۳۰۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ پورې سرتېري واستوي.
د سرچینې په وینا، ایران ته د پوځیانو د لېږلو په اړه کومه پرېکړه نهده شوې، خو دغه ځواکونه به سیمه کې د راتلونکو احتمالي عملیاتو لپاره ظرفیتونه لوړ کړي.

سره له دې چې د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو نږدې میاشت په پوره کېدو ده او د دغو نښتو پراخېدو او د منفي پایلو په اړه یې نړیوالې اندېښنې زیاتې شوي، خو اسلاماباد خبرداری ورکوي چې خپلو عملیاتو ته به دوام ورکړي.
د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحق ډار نن دوشنبه د مارچ ۲۳مه د «پاکستان ورځې» په مناسبت یوه پیغام کې ویلي، اسلاماباد به افغانستان کې د امنیتي ګواښونو د لهمنځه وړلو لپاره هدفمندو عملیاتو ته دوام ورکړي.

د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولان وایي، د کوچني اختر په ورځو کې له ۱۳ زرو څخه ډېرو کورنیو سیلانیانو د دغه ولایت

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ یو ځل بیا د نجونو پر زدهکړو د محدودیت لرې کولو

د لبنان حزبالله ډلې ادعا کړې چې د یکشنبې په ورځ یې د اسراییلو پر وړاندې ۶۳ ځله عملیات کړي.
د راپورونو پراساس، د لبنان حزبالله ویلي چې د اسراییلي ځواکونو پر وړاندې دغو عملیاتو کې د توپمرمۍ، راکټونه او بېپیلوټه الوتکې کارول شوي، خو د اوښتې مرګژوبلې جزییات یې نه دي ورکړي.

د فلسطین روغتیايي چارواکو ویلي، پر بېلابېلو سیمو د اسراییل وروستیو هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۴ کسانو ژوند بایللی او ۱۰ نور ټپیان شوي.
نړیوالو رسنیو نن دوشنبه د حمل ۳ / مارچ ۲۳ راپور ورکړی چې اسراییلو تېره ورځ د غزې ځینې برخې بمبار کړې.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وايي، کابل کې د روږدو د درملنې په مرکز د پاکستان وروستي برید کې د قرباني شویو ملکیانو لسګونه جسدونه اوس هم د عدلي طب ریاست کې دي.
هغه نن شنبه د ۱۴۰۵ کال د حمل لومړۍ / مارچ ۲۱ یوه خبرتیا کې ویلي، د دغو جسدونو هویت مالوم نهدی او کورنیو یې مراجعه نه ده کړې.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست نن (شنبه، ۱۴۰۵ کال د حمل لومړۍ او دویمه) د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې

ایران کې زرګونه افغان کډوال د جګړو شدت له امله اړ کېږي چې بېرته افغانستان ته ستانه شي. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې د وزلوبو نړيوالو سياليو کې درېيم مقام خپل کړ. د دې سياليو د درېيم مقام په لوبه کې چې

د امریکا خزانې وزارت د انرژۍ پر نړیوال بازار د فشار کمولو لپاره د ایران د نفتو پر پلور ۳۰ ورځنی موقتي معافیت اعلان کړی.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویلي، د متحده عربي اماراتو اتحاد نړیوال هوايي شرکت د لومړي ځل لپاره کابل ته الوتنې پیل کړې. دغه

د ډېرو ښځو لپاره اختر یوازې جشن نه، بلکې د کورنیو د راټولېدو، د اړیکو تازه کولو او هغو دودونو د ژوندي ساتلو فرصت دی چې له نسلونو راهیسې د افغانستان په فرهنګ کې ریښه لري.
دغو ورځو کې ښځې په ډېر شوق د اختر د دسترخوانونو په چمتو کولو بوختېږي، هغه دسترخوانونه چې د مېلمهپالنې، مینې او د پخوانیو دودونو د ساتنې مهم سمبول ګڼل کېږي.

کندهار کې د اسلامي امارت مشر شیخ هبتالله اخندزاده په امامت د اختر لمونځ ادا شو.
هغه د اختر لمانځه پرمهال د عدالت پر ټینګښت، د مسوولانو ترمنځ د نېک نیت پر اړتیا او د حکومت د کړنو په اړه د خلکو د پوښتنو پر حق ټینګار وکړ.