Picture of سلام وطندار

سلام وطندار

معرفی مختصر

د سیمې کړکېچ ترڅنګ، د چین صنعتي ګټو کې ۱۵.۲ سلنه زیاتوالی راغلی

سیمه کې په ځانګړې توګه منځني ختیځ کې کړکېچن وضعیت ته په پام، د چین صنعتي ګټو چټک زیاتوالی موندلی.
رویټرز اژانس نن جمعه د حمل ۷ / مارچ ۲۷ راپور ورکړی، که څه هم د منځني ختیځ جګړه د نړیوالې اقتصادي ودې لپاره ګواښ بلل کېږي، خو د چین صنعتي شرکتونو د روان ۲۰۲۶ کال په لومړیو کې د ګټو د ودې پیاوړې شمېرې ثبت کړي.

رییس‌الوزرا او د مالیزیا لومړي وزیر د افغانستان پاکستان پر وضعیت خبرې کړي

د اسلامي امارت رییس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند د مالیزیا لوموي وزیر داتو محمد انور ابراهیم سره ټلیفوني اړیکه کې د سیمه‌ییزو انکشافاتو، په ځانګړي ډول د افغانستان او پاکستان پر وروستي وضعيت خبرې کړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت تېره شپه پر اېکسپاڼه لیکلي چې ملا حسن اخوند دغه ټلیفوني اړیکې کې وویل، اسلامي امارت د تفاهم او ګډې همکارۍ له لارې د ستونزو په حل باور لري‌ او تاوتريخوالی د هېڅ لوري په ګټه نه‌دی.

پاکستان سره کړکېچ؛ لا هم د ستونزې د حل څرک نه‌لیدل کیږي

د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ د نښتو له زیاتېدو څه باندې یوه میاشت تېریږي، خو د کړکېچ پایته رسولو لپاره لا هم روښانه لیدلوری نه تر سترګو کېږي.

د تېرې شاوخوا یوې میاشتې پرمهال د اسلامي امارت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتو او جګړو، د امنیتي اندېښنو ترڅنګ، اقتصادي اندېښنې هم زیاتې کړي.

د نوي تعلیمي کال پیل او د هغو نجونو داستان چې له زده‌کړو محرومې دي

افغانستان کې نوی تعلیمي کال پیل شوی، خو شاوخوا ۴ نیم کاله کیږي چې د نجونو پر زده‌کړو محدودیتونه دوام لري.

په دغه موده کې ځینې نجونې واده شوي، ځینو آنلاین زده‌کړو ته مخه کړې، یو شمېر بیا په مسلکي مهارتونو بوختې شوي، خو ګڼ شمېر یې په کورنیو چارو بوختې او د رواني فشار له اغېزو سره مخ دي.

سلام‌وطندار د دغو نجونو لپاره د بدیل لارو څېړلو په موخه له زده‌کړو محرومو ۱۵ نجونو او ۶ مېندو سره مرکې کړي.

د اوبو او انرژي وزارت معین تاشکند کې د اوبو اړوند غونډه کې ګډون کړی

د اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین مجیب‌الرحمن عمر اخندزاده د ازبیکستان پلازمېنه تاشکند کې «د اوبو اونۍ» تر عنوان لاندې فورم کې ګډون کړی.
د اوبو او انرژۍ وزارت نن پنجشنبه پر اېکسپاڼه لیکلي چې هغه دغې غونډې ته وینا کې د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د اوبو د عادلانه وېش پر اهمیت، د اوبو ډیپلوماسۍ پر پیاوړتیا، د اوبو مدیریت برخه کې د نوې ټکنالوژۍ په کارونې او د اقلیمي بدلونونو د اغېزو پر وړاندې د ګډو همکاریو پر اړتیا ټینګار کړی.

هلمند کې ورښتونو ځاني او مالي زیانونه اړولي

د هلمند یو شمېر شمالي او مرکزي ولسوالیو کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله ځاني زیان اړولی او ګڼ کورونه، کرنیزې ځمکې او عامه تاسیسات زیانمن شوي.

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رییس حافظ عبدالباري راشد سلام‌وطندار ته ویلي، د لومړنیو مالوماتو له مخې، نهرسراج، ګرشک، باباجي، ناوه، نادعلي، مارجې، کجکي، موسی‌کلا، نوزاد، سنګین او واشېر ولسوالیو کې سېلابونو یو چکډېم، د خلکو ګڼ شمېر کورونه او کرنیزې ځمکې ویجاړې کړي.

له کونډو د حضانت حق‌‌اخیستل؛ «مېړه مې چې مړ شو، ماشومان یې راڅخه واخیستل»

سره له دې چې د اسلامي شریعت او افغانستان کې نافذ قوانین د پلار له مړینې وروسته د ماشومانو د سرپرستۍ حق مور ته ورکوي، خو یو شمېر کونډې ښځې له سلام‌وطندار سره خبرو کې وایي چې د مېړه د کورنۍ له لوري له دې حقه محرومې شوي دي.

حامد کرزی: د نجونو پر زده‌کړو محدودیت نه‌جبرانېدونکی زیان پېښوي

پخوانی ولسمشر حامد کرزی د نجونو او هلکانو لپاره د علم زده‌کړه، د هېواد د پرمختګ، قوت، ځان بسیاینې او باعزته ژوندانه لپاره حیاتي بولي. هغه ویلي، له تعلیمه د نجونو محرومېدل او د ښځو پر کار بندیز ورځ تر بلې ولس لا ډیرې ناتوانۍ سره مخ کولی شي او د دې حالت دوام به د هېواد د ثبات او پرمختګ لپاره نه جبرانېدونکی زیان پېښ کړي.

غور کې بېځایه شوي: د دوو کلونو په تېرېدو مو ستونزې نه دي حل شوي

غور کې د سېلابونو له امله بې‌ځایه شوې کورنۍ د ژوند د لومړنیو اسانتیاوو له نشتوالي شکایت کوي.

د سېلابونو له امله یو شمېر بې‌ځایه شوي چې دامهال د غور مرکز فیروزکوه ښار ختیځ ته د «پشته‌ګامورک» سیمه کې ژوند کوي، وایي چې دوه کاله وړاندې له خپلو سیمو بې‌ځایه شوي، خو تراوسه یې بنسټیزو خدماتو او اسانتیاوو ته لاسرسی نه دی موندلی.