انتونیو ګوټرېش: اسراییل دې غزې ته د مرستو د لېږد اجازه ورکړي

د ملګروملتونو سرمنشي، انتونیو ګوټرېش، له اسراییلو غوښتنه کړې چې په بېړني ډول غزې ته د بشري مرستو د داخلېدو اجازه ورکړي.

ګوټرېش دا غوښتنه پرون (سه‌شنبه، د سلواغې ۱۴مه) د امریکا د نیویارک په ښار کې د ملګروملتونو په عمومي غونډه کې د خپلې وینا پرمهال مطرح کړه. د ملګروملتونو سرمنشي همداراز د رفح له پولې د بشري مرستو د اسانه او بې‌خنډه تېرېدو غوښتنه هم کړې ده.

د سرطان نړیواله ورځ؛ WHO: افغانستان کې یې د ناروغانو ملاتړ ته دوام ورکوو

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د افغانستان څانګې د «سرطان نړیوالې ورځې» په مناسبت ویلي چې په افغانستان کې د سرطان پر ناروغۍ د اخته کسانو ملاتړ ته به دوام ورکړي.

یاد بنسټ نن (چهارشنبه، د سلواغې ۱۵مه / د فبرورۍ ۴مه) پر اېکس (X)په یوه پیغام کې ویلي چې د سرطان د مخنیوي لپاره هر کوچنی ګام هم د ژوند ژغورلو ارزښت لري.

افغان‌ ۱۹کلن نن هند سره لوبېږي

د افغانستان ۱۹کلنه کرېکټ ملي لوبډله نن چهارشنبه، فبرورۍ څلورمه، د ۱۹کلنو یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام په نیمه پای‌لوبه کې نن د هند ۱۹کلنې کرېکټ ملي لوبډلې پر وړاندې لوبېږي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن غرمه ۱۲:۰۰ بجې د زمبابوې حرارې سپورټسز کلب لوبغالي کې ترسره شي.

د یادو سیالیو په لومړۍ نیمه پای‌لوبه کې انګلستان اسټرالیا ته ماته ورکړه او پای‌لوبې ته ووتله.

د کندوز اوسېدونکي: د پېژندپاڼې اخیستلو لپاره د لارې ۳۰۰۰ افغانۍ ورکوو

د کندوز د لروپرتو ولسوالیو یوشمېر اوسېدونکي په ولسوالیو کې د برښنايي پېژندپاڼو د وېش مرکزونو له نشتوالي د وېش بهیر له اوږدېدو او د تګ‌راتګ له درنو لګښتونو شکایت کوي.

دوی وایي، په خپلو ولسوالیو کې د پېژندپاڼو د وېش مرکزونو نشتوالي دې ته اړ کړي چې خلک د پېژندپاڼو د ترلاسه کولو لپاره ډېر وخت او زیات لګښتونه وزغمي.

پروان کې کروندګرې مېرمنې په خپلو لاسونو کورنیو ته ډوډۍ پیدا کوي

د پروان سړې هوا او ژمني موسم نه یوازې کرنیز فعالیتونه نه‌دي درولي، بلکې د یوشمېر کلیوالو مېرمنو لپاره یو فرصت هم ګرځیدلی چې ډېر کار وکړي او د کورنۍ اقتصاد پیاوړی وساتي.

دوي په کورونو کې دننه سبزۍ کري، له څارویو لبنیات راټولوي او محصولات یې بازار ته وړاندې کوي. که څه هم د دغو حاصلاتو عواید کم دي، خو تر یوه بریده یې اړتیاوې ورباندې پوره کېږي.

پر اوکراین د روسیې بریدونه؛ دوه کسان ټپیان شوي

د اوکراین چارواکي وايي چې روسیې د توغندیزو او بې‌پېلوټه الوتکو (ډرون) په بریدونو د دې هېواد یوشمېر سیمې په نښه کړې دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، روسیې نن سهار (سه‌شنبه، د سلواغې۱۴مه / د فبرورۍ ۳مه) د اوکراین پلازمېنه کېیف او د خارکېف ښارونه تر برید لاندې راوستي دي.

په څلورو ولایتونو کې د ورښتونو اټکل شوی

د اسلامي امارت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست نن (سه‌شنبه، د سلواغې۱۴مه / د فبرورۍ ۳مه) په څلورو ولایتونو کې د واورې او درنو بارانونو د ورښت اټکل کړی دی.

ډیمیټري مدودف: روسیه نړیواله جګړه نه‌ غواړي

د روسیې د امنیت شورا مرستیال دیمیتري مدودف ویلي چې نړۍ یو «ډېر خطرناک» پړاو ته داخله شوې، خو ټینګار یې کړی چې مسکو د درېیمې نړیوالې جګړې غوښتونکی نه‌دی.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د اوکراین جګړه له ۲۰۲۲کال راهیسې د روسیې او لوېدیځ ترمنځ تر ټولو لوی تقابل بلل کېږي.

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله نن د جاپان پر وړاندې سیالي کوي

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به نن (سه‌شنبه، د سلواغې۱۴مه) د اسیا د ملتونو جام سیالیو په لړ کې په خپل څلورمه لوبه کې د جاپان د فوټسال ملي لوبډلې پر وړاندې میدان ته ښکته شي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د خپلې رسمي فیسبوک‌پاڼې له لارې اعلان کړی چې دا لوبه به نن له غرمې وروسته په ۲:۳۰ بجې ترسره شي.

پر اوکراین د روسیې برید؛ ۱۵ کسان وژل شوي

د اوکراین د بېړنیو خدمتونو ادارې اعلان کړی چې د روسیې د یوې بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې چې د دنیپرو ښار په شاوخوا کې د کان‌کېندونکو کارګرو پر یوه بس موټر شوی، لږترلږه ۱۵ کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.

له کړاوه ډک ژوند؛ سرپرسته مېرمنې: غواړو اولادونه مو زده‌کړې وکړي

بوټونه یې، له دې ژر زړېږي، هر سهار وړاندې له دې چې ښار بیدار شي، دا له کوره وځي، څو د ژوند څرخ په یوازې ځان وچرخوي.

۴۳کلنه نسرین حکیمي د کابل اوسېدونکې ده چې د خپلو اولادونو د اړتیاوو برابرولو لپاره پاک‌کاري کوي. دا وايي، که څه هم د ژوند درون بار یوازې پر اوږو وړي، خو باور لري چې له ې وضعیت د وتلو لپاره یې، زده‌کړې د اولادونو وروستی سنګر دی.

د دندې نه‌خوندیتوب؛ غیردولتي بنسټونو کې د افغان ځوانانو لویه ننګونه!

سلام‌وطندار په دې راپور کې له ۲۵ ځوانانو سره مرکې کړي چې ۱۴ یې مېرمنې او یوولس یې نارینه دي. دوی د هېواد په لسو ولایتونو کې پر غیردولتي بنسټونه کې دنده کوي. ټول مرکه شوي په قراردادي توګه کار کوي او هېڅ یو یې اوسنۍ دنده خوندي نه‌ګڼي.

افغانستان له سکاټلنډ سره تمریناتي لوبه لري

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن دوشنبه، سلواغې ۱۳مه د سکاټلنډ کرېکټ ملي لوبډلې سره تمریناتي لوبه لري.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن له غرمې وروسته د افغانستان پر وخت دوه بجې د هند د بنګلور د «بي‌سي‌سي‌‌ای سنټرل ‌اوف ایکسېلنس ګرونډ‌۱» لوبغالي کې ترسره شي.

د پاکستان پوځ: بلوچستان کې مو ۱۴۵ وسله‌وال وژلي

د پاکستان امنیتي چارواکي وايي چې د یاد هېواد د بلوچستان په ناامنه ایالت کې یې لږترلږه ۱۴۵وسله‌وال وژلي دي.

دا عملیات له هغې وروسته پیل شوي چې په دغه ایالت کې پرله‌پسې همغږي وسلوال او بمي بریدونه وشول چې له امله یې، نږدې ۵۰ کسانو په‌کې ژوند له لاسه ورکړ.