ارګ بېګاه پر خپل اېکس لیکلي چې د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال محمد عبدالکبیر پرون په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومایا سره لیدلي دي.

د جاپان سفیر د دې لیدنې پر مهال په کابل کې له وروستي ځانمرګي برید وروسته دغه برید غندلی او په اړه یې خپله غمرازي کړې ده. د خبرپاڼه له مخې، نوموړي له نشه‌يي توکو سره د ا.ا مبارزه ستایلې او له افغانستان سره یې د خپلو مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه ویلي چې هېواد یې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې برخه کې له ۱۰ میلیونه ډالرو ډېره مرسته اعلان کړې، د افغانستان د تاریخي سیمو د ساتنې په موخه په پلان کې لري چې لومړی په کابل کې د ملي موزیم لپاره ۳۰۰ زره ډالر ځانګړي کړي.

د جاپان سفیر د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان په نهو ولایتونو کې به ۱۶۵ لومړني ښوونځي جوړ کړي. تاکایوشي کورومایا زیاته کړې چې هېواد یې د افغاني ټولنې ارزښتونو ته په درنه سترګه ګوري او د جي۷ هېوادونو او ا.ا ترمنځ د اړیکو جوړولو لپاره هم هڅې کوي.

محمد عبدالکبیر هم په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د جاپان له مرستو مننه کړې او ویلي یې دي چې د کابل او توکیو ترمنځ اړیکې د دواړو هېوادونو په ګټه دي. هغه جاپان د ا.ا په بهرني سیاست کې یو مهم هېواد بللی دی.

ارګ د هغه له خولې لیکلي: «ا.ا هیله لري چې د دوحې د درېیمې غونډې ژمنې عملي شي. ا.ا د یوه مسوول حکومت په توګه په یوازېتوب او د چا له مرستې پرته پر ټولو ژمنو عمل کړی دی.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

 محمد عبدالکبیر د ا.ا له لوري له نشه‌يي توکو سره د مبارزې عالي کمېسیون د ژرترژره جوړېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې یاد کمېسیون به له همکارو بنسټونو او هېوادونو سره غونډې جوړې کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *