د ماشومانو د ژغورنې صندوق (Save the Children) ویلي، د بوديجې کمښت او د بهرنیو مرستو محدودېدل لامل شوي چې په افغانستان کې د دغه بنسټ په ملاتړ ۱۸ د درملنې مرکزونه خپل فعالیت ودروي.
دغه بنسټ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دامهال یوازې ۱۴ کلینیکونه کافي مالي سرچینې لري چې تر بلې میاشتې فعالیت ته دوام ورکړي، خو که نوی مالي ملاتړ ترلاسه نه کړي دا مرکزونه به هم و تړل شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دغه صندوق همداراز زیاته کړې چې یاد ۳۲ کلینیکونه یوازې د جنورۍ په میاشت کې له ۱۳۴ زرو زیاتو ماشومانو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي دي.
د یادونې ده چې د امریکا د مرستو په ځنډول کېدو سره له دې وړاندې هم افغانستان کې د بشري مرستو اړوندو ادارو او موسسو فعالیتونه ټکني شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د عامې روغتیا وزارت تراوسه د ماشومانو د ژغورنې صندوق د روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو غبرګون کې څه نه دي ویلي، خو ګڼ شمېر افغانان ټينګار کوي چې نړیوال دې خپلې بشري او روغتیايي مرستې نه ځنډوي.



