Asset 1SWN

سلام وطندار

د افغانستان ناخالصو تولیداتو ۲،۷ سلنه وده کړې

worldbank-1-1536x1040-1-p96d2l9756zbd6gzgb8w623ic5nd9jmoem97g56nwo

نړیوال بانک وايي، د افغانستان تولیدات په روان زېږدیز کال کې ۲،۷ سلنه زیات شوي او دغو تولیداتو د تېرو اقتصادي زیانونو یوازې ۱۰ سلنه جبران کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه بانک په یوه راپور کې لیکلي چې افغانستان په روان زېږدیز کال کې د منځنۍ کچې اقتصادي وده کړې او دې ودې یې په اقتصاد کې د تشکیلاتي ستونزو پر حل ډېر کم اغېز کړی دی.

په راپور کې لیکل شوي: «د افغانستان د اوږدمهالی پرمختګ د کورنۍ خصوصي برخې د پام وړ انرژي نه ګټې اخیستو او د سوداګرۍ برخه کې ښه‌والي پورې تړلی دی. دې موخې ته د رسېدو کیلي د پانګونې زیاتوالی، د کوچنیو کاروبارونو لپاره مالي سرچینو ته لاسرسی او د کارموندونکو ښځو ملاتړ دی.»

نړیوال بانک ویلي چې مالي محدودیتونه، نامتوازنه سوداګري او د پانګونې لپاره لږ ظرفیت د افغانستان د اقتصادي ودې پر وړاندې مهمې ننګونې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د نړیوال بانک په وینا، د افغانستان سوداګري په روان زېږدیز کال کې نامتوازنه وه؛ داسې چې به دغه کال کې د صادراتو کچه ثابته وه، خو واردات زیات شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام