اسلاماباد کې د افغانستان سفارت یوه اعلامیه کې ویلي چې د اسلامي امارت سرپرست سفیر سردار احمد شکېب د پاکستان لومړي وزیر سلاکار او د دفاع پخواني وزیر پروېز خټک سره لیدلي دي.
اعلامیه کې راغلي چې دې کتنه کې پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعیت، د کډوالو په اړه د پاکستان حکومت په وروستۍ پرېکړې او د دواړو هېوادونو د اړیکو لپاره یې په پایلو بحث خبرې شوي.
همداراز دې کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو په برخه کې د شته ستونزو په اړه هم نظرونه تبادله شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
اسلاماباد کې د اسلامي امارت سفیر سردار احمد شکېب داسې مهال د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار پروېز خټک سره د کډوالو ستنولو پرېکړې په ناوړه پایلو خبرې کړي چې دامهال له پاکستانه په جبري توګه د افغان کډوالو د بېرته راستنېدنې لړۍ دوام لري او په تېرو څو ورځو کې زرګونه کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
دا داسې مهال دی چې پاکستان د ۲۰۲۵ کال د روانې اپرېل مياشتې له لومړۍ نېټې له دغه هېواده د افغان کډوالو د ايستلو بهیر پېل کړ.