یوشمېر ډاکټرانو سلاموطندار ته ویلي چې د بېلابېلو لاملونو له کبله د نجونو پر مخ د ځوانۍ دانې راخېژي. دوی اندېښنې، خپګان، موسمي بدلونونه، میاشتنۍ ناروغي، هورموني بدلونونه او د مناسبو خوړو نه کارول د دغو دانو راختلو اصلي لاملونه بولي. د ډاکټرانو په وینا، د ځوانۍ دانې تر ډېره پر هغو نجونو راخېژي چې له ۹ تر ۲۵ کلونو پورې عمر لري.
د پوستکي ناروغي ډاکټر عبدالواحد صفا پر نجونو د ځوانۍ دانو راختلو د اصلي لاملونه په اړه وايي: «بېلابېل لاملونه پر مخ بخار راخېژوي، په تېره اندېښنې، د سینګار توکو او نورو غوړو موادو کارول یې لاملونه دي، خو پر مخ د دانو راختلو اصلي فکټور جنسي او ارثي هورمونونه دي.»
د پوستکي ناروغي یو بل ډاکټر نورین نواب هم وايي: «اندېښنې او فشار کولای شي چې د دانو په راختلو کې مهم رول ولري؛ یعنې خپله فشار او اندېښنې پهکې ډېر رول لري. که غواړو چې ښه، له بخار او دانو پاک پوستکی ولرو، باید اندېښنې ونه کړو.»
په همدې حال کې د کابل په میوند روغتون کې د پوستکي او زهري ناروغیو ډاکټر محمدمصطفی صاحبزاده وايي، د ځوانۍ دانې تر ډېره پر هغو نجونو راخېژي چې له ۹ تر ۲۵ کلونو پورې عمر ولري.
هغه زیاتوي: «زموږ ډېری ناروغان ځوانان دي. په ښځینهوو کې له نهه کلنۍ تر ۱۳ کلنۍ پورې او په نارینهوو کې له ۱۰ او ۱۲ کلنۍ څخه تر ۱۹ کلنۍ پورې وي او ان لیدلي مو دي چې ان پر هغو ځوانانو هم د ځوانۍ دانې راخېژي چې تر ۲۵ کلونو پورې رسېږي.»
پنځلس نجونو چې په دغه راپور کې یې له سلاموطندار سره مرکې کړي، پر دوی د دانو راختلو بېلابېل لاملونه په ګوته کړي دي. د کابل اوسېدونکې حسنا چې ۲۵ کلنه او سارا ۲۰ کلنه ده وايي، میاشتنۍ ناروغي او هورموني بدلونونه د دوی پر وجود د ځوانۍ دانو راختلو لاملونه بولي. دوی زیاتوي:
«۲۵کلنه یم. کله چې ۱۹کلنه شوم، پر مخ مې د ځوانۍ دانې پیدا شوې؛ تراوسه ډاکټر ته نهیم ورغلې. له دې مخکې چې میاشتنۍ ناروغي مې راورسېږي، دوه ورځې مخکې مې دا دانې پر مخ زیاتېږي او نه یوازې ډېرېږي، بلکې غټېږي هم.»
«زه چې کله ۱۳کلنه شوم، پر مخ مې د ځوانۍ دانې راوختلې چې ډېره یې نارامه کړم. ډاکټر ته ورغلم؛ ملهمونه یې راکړل او د مخ بخار مې کم شو، خو بېخي ورک نه شو. کله مې چې میاشتنۍ ناروغي رانږدې کېږي، د مخ بخار مې ډېر او غټېږي.»
۲۴کلنه شبانه چې له اتلس کلنۍ راهیسې یې پر مخ د ځوانۍ دانې پیدا شوي وايي، کله چې خپه شي، پر مخ یې دانې زیاتې شي.
یوشمېر دغه نجونې وايي چې د لازمو او مناسبو خوړو کارول یې پر مخ د ځوانۍ دانو پر راختلو اغېز لري او کله چې ورته پام ونه کړي، دا دانې یې زیاتېږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
وحیده وايي: «اتلسکلنه یم. نږدې یو کال کېږي چې د ځوانۍ دانې راباندې راختلي؛ ډاکټر ته ورغلم، خو درملو یې ګټه ونه کړه. کله چې توند خواړه خورم، ډېرېږي؛ له توندو خوړو پرهېز هم کوم.»
ډاکټران وايي، نجونې د هلکانو په پرتله نه یوازې د ځوانۍ دانې لري، بلکې د پوستکي پر نورو ناروغیو هم تر هلکانو ډېرې اخته کېږي.