افغان خبریالان او د رسنیزو بنسټونو مسوولان وايي، سره له دې چې هېواد کې د اسلامي امارت له واکمنۍ نږدې یونیم کال تېرېږي، خو اطلاعاتو ته پر لاسرسي محدودیت لا هم یوه ننګونه ده.
دوی چې نن د خبریالانو د فعالیتونو ستاینې په موخه د افغانستان د خبریالانو ملي کور له لوري جوړه شوې غونډه کې را ټول شوي وو وویل، سره له دې چې د اسلامي امارت مسوولانو ورسره ژمنه کړې وه چې هېواد کې به د رسنیزو فعالیتونو ملاتړ کوي، خو لا هم د بیان ازادۍ او د خبریالانو ملاتړ لپاره عملي ګامونه نهدي اوچت شوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
یوه خبریاله شیرینه محمدي وايي، په اوسني نظام کې پر خبریالانو، په تېره ښځینه هغو محدودیتونه زیات شوي او دا تمه لري چې په دې برخه کې شته ستونزې به حل شي.
په همدې حال کې د افغانستان د خبریالانو ملي کور مشر یاسین متین وايي، اسلامي امارت باید پر هغو ژمنو عمل وکړي چې له خبریالانو او رسنیزو بنسټونو سره یې کوي، څو د خبریالانو پر وړاندې خپل مسوولیت سر ته ورسوي.
خو د اسلامي امارت چارواکي یو ځل بیا ډاډ ورکوي چې د خبریالانو د کار پر وړاندې شته ستونزې به حل کړي. د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال مهاجر فراهي وايي، نه غواړي چې له رسنیو سره په ټکر کې واوسي او محدودیتونه او سانسور هم پرې نه لګوي.
د یادونې ده چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره د یوشمېر رسنیو پر نشراتو او پروګرامونو بندیز لګول شوی دی.
بلهخوا د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال بسمالله حبیب وايي چې د پولیسو او خبریالانو ترمنځ د همغږۍ پر یوې طرحې کار کوي او په عملي کېدو سره به یې شته ستونزې حل شي.
که څه هم د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو د څېړنې کمېسیون له تېرو څو میاشتو راهیسې خپل کارونه پیل کړي، خو د خبریالانو په باور، فعالیتونه یې د خبریالانو او رسنیو د ستونزو حل برخه کې بسنه نه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت د حکومت په راتګ سره نه یوازې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون له منځه تللی، بلکې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون هم له پامه غورځول شوی او همدا لامل دی چې د حکومت او خبریالانو ترمنځ وختناوخت ستونزې را پورته کېږي.