د مطبوعاتو ازادۍ نړیوالې ورځې سره هممهاله، یوشمېر خبریالانو او د رسنیو مسوولانو وویل، د محدودیتونو لګولو او د حکومتي مسوولانو له لوري د لومړي لاس اطلاعاتو نهشریک کولو، د رسنیو د محتوا پر کمیت او کیفیت منفي اغېز کړی دی.
په مستعار نوم رابعه سادات کابل کې له یوې غږیزې رسنۍ سره کار کوي او وايي، د حکومتي مسوولانو له لوري د لومړي لاس اطلاعاتو نهشریک کېدو په دلیل یې زیاتره راپورونه له خپرېدو پاتې کیږي.
هغې وویل، «کله چې غواړم د هماغې ورځې راپور خپور کړم، په وخت اطلاعات راسره نه شریک کیږي، کومو بنسټونو سره چې پوښتنې شریکوم، له شپږو یې یوازې یو دوه ځوابیږي، اصلي پوښتنې بېځوابه پاتې کیږي، دا لامل شوی چې رپوټ له خپرېدو پاتې شي.»
د یک ټلویزیون خبریال سید بلال صیاد وویل، د خبریالانو کار پر وړاندې محدودیتونو هغه کې د اطلاع رسونې انګېزه کمزورې کړې.
ده وویل: «کله چې یو کار ترسره کوم، په جریان کې یې فشار سره مخ کیږم، دغه فشارونه ستړي کوونکي دي او لامل کیږي چې انګېزه له لاسه ورکړم. شته ننګونې نه پرېږدي چې مونږ د خبریالۍ کار ته دوام ورکړو.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د ننګونو شتون لامل شوی چې افغانستان کې د اطلاعاتو وړاندې کولو پروسه ستونزو سره مخ شي.
کابل کې د یوې صوتي رسنۍ مسوول احمدزبیر قاسمي وویل، وروسته له هغې چې په رسنیو محدودیت ولګول شو، د رسنیو د محتوا کیفیت او کمیت د پام وړ له منځه تللی.
هغه وویل: «تېرو شاوخوا دریو کلونو کې رسنیو ډېره بې کیفیته متحواه خپره کړې، دا ډېره د اندېښنې وړ خبره ده، خبریالانو سره د اطلاعاتو نهشریکولو هم د محتوا کمیت ته زیان رسولی، مونږ غواړو چې د دغې ستونزې حل ته پام وشي.»
هغه ټینګار کوي چې د یوشمېر سوژو خپرولو په برخه کې محدودیت لامل شوی چې خپل ځینې کارکوونکي هم کم کړي.
اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې محدودیت او د رسنیو پر وړاندې اقتصادي ستونزې افغانستان کې د رسنیو پر وړاندې له مهمو ننګونو څخه شمېرل کیږي.
د دې ټولو ترڅنګ د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولان وايي، سرپرست حکومت تېرو دریو کلونو کې اطلاعاتو ته د خبریالانو لاسرسي، د رسنیو اقتصادي ستونزو حل او د رسنیو د خپرونو معیاري کولو په برخه کې مهم ګامونه پورته کړي دي.
د دغه وزارت ویاند خُبیب غُفران وویل، اسلامي امارت د رسنیو ازادۍ ته ژمن دی او کومې مقررې چې یې د رسنیو فعالیت په برخه کې وضع کړي، محدودیت نهبلکې د رسنیو د خپرونو معیاري کولو په برخه کې هڅه ده.
ملګروملتونو ۱۹۹۳ کال کې د رسنیو ازادۍ ارزښت په اړه د پوهاوي کچې لوړولو او د بیان ازادۍ حق څخه د ملاتړ لپاره د مې درېیمه د مطبوعاتو نړیوالې ورځې په نوم نومولې ده.