د رییسالوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د یوه لوړپوړي پلاوي په مشري اوزبکستان ته تللی دی. د ا.ا ویاند ذبېح.الله م.جاهد پر اېکس یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې دغه سفر د سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري اړیکو د پیاوړتیا لپاره شوی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په خبرپاڼه کې لیکل شوي: «د افغانستان د ا.ا پلاوی اوزبکستان ته له رسېدو سره سم د هغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال ښاغلي جمشېد خواجهیوف له لوري یې داسې مهال هرکلی وشو چې د ا.ا سفیر او نور استازي هم وو.»
نوموړی وايي، تمه لري چې د دغه سفر په پای کې د افغانستان او اوزبکستان ترمنځ دوهاړخیزې اړیکې د تېر په پرتله لا ټینګې شي او په بېلابېلو برخو کې لازمې لاستهراوړنې ولري.
اوزبکستان د افغانستان ګاونډی هېواد دی چې له ا.ا سره نږدې اړیکې لري او په تېرو څه باندې درېوو کلونو کې یې څو لوړپوړي چارواکي افغانستان ته هم راغلي دي.