Asset 1SWN

سلام وطندار

عباس عراقچي: د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا برید ناوړه پایلې لري

عراقچي

د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، د ایران په سوله‌ییزو اټومي تاسیساتو د امریکا برید وحشتناکه دی او ناوړه پایلې به ولري.

هغه وویل، امریکا چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړې ده، د ایران پر سوله‌ییزو اټومي تاسیساتو برید سره یې، د ملګرو ملتونو له منشور، نړیوال قانون او د اټومي وسلو د مخنیوي تړون څخه سرغړونه کړې.

عراقچي نن (یکشنبه، سرطان لومړۍ) پر اېکسپاڼه لیکلي چې: «د نن سهار پیښې ډېرې وحشتناکې دي او ناوړه پایلې به ولري. د ملګرو ملتونو هر غړی باید د دې خورا خطرناک، غیرقانوني او جرمي چلند په اړه اندېښمن وي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د هغه په وینا، د ملګرو ملتونو د منشور او د هغه له احکامو سره سم چې د ځان د دفاع لپاره مشروع ځواب ته اجازه ورکوي، ایران د خپل حاکمیت، ګټو او خلکو د دفاع لپاره ټول انتخابونه خوندي کوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن سهار وویل چې د ایران په دریو اټومي تاسیساتو یې بریالي بریدونه کړي دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام