Asset 1SWN

جوزجان کې یوه زده‌کوونکي د برښنا د تولید دستګاه جوړه کړې

WhatsApp-Image-2022-11-18-at-12.57.27-PM-pxw0hn37khbz0yg7vt3tuaij0p8dizat2o7gmhsi2w

د جوزجان د مرکز شبرغان ښار د ښوونځیو یوشمېر زده‌کوونکو پرون د ساینس په یوه جشنواره کې خپلې ۶۱ پروژې او علمي تجربې نندارې ته کېښودې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک‌ وڅارئ

یو زده‌کوونکی احسان‌الله چې په دې جشنواره کې یې ګډون کړی وايي، یوه کوچنۍ دستګاه یې جوړه کړې چې له بخار نه برښنا تولیدوي.

هغه ډاډ ورکوي، که ملاتړ یې وشي، نورې پروژې به هم برابرې کړي او په ملي او نړیوالو سیالیو کې به د افغانستان لپاره ښې لاسته‌راوړنې ولري.

په همدې حال کې د جوزجان د پوهنې ریاست مسوولان د دې جشنوارې د جوړولو موخه علمي او تیوري زده‌کړو ته د زده‌کوونکو هڅول یادوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د جوزجان د پوهنې رییس محمدطاهر جواد وايي، زده‌کوونکو د بیولوژي، فزیک، کیمیا او ریاضي برخو کې خپلې پروژې او علمي تجربې په دې جشنواره کې نندارې ته ايښې دي.

 د نوموړي په وینا، د ورته جشنوارو په جوړېدو سره د ښوونځیو د زده‌کوونکو پوهه او وړتیاوې روښانه کېږي.

بله‌خوا د جوزجان د پوهنې ریاست د ساینس او ښوونیزې ټکنالوجي د مرکز عمومي مدیر محمدپروېز رهي وايي چې په یاده جشنواره کې ۱۲۰ زده‌کوونکو خپلې ۶۱ پروژې نندارې ته ايښې دي.

هغه وايي، تر دې وروسته به هڅه وکړي چې د زده‌کوونکو د هڅونې لپاره نورې ورته جشنوارې هم جوړې کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام