په غزني ولایت کې د چرګانو حلالولو لپاره یو معیاري ځای جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دغه ځای مسوول همتالله افغان وايي، یاد ځای یې په غزني کې د چرګانو حلالولو برخه کې د اسانتیاوو برابرولو لپاره په یو میلیون افغانیو جوړ کړی دی.
د غزني ښاروالي سکټوري او مسلکي امر فضلاحمد مدني وايي، د چاپېریال ساتنې لپاره د دا ډول ځایونو جوړېدل یوه اړتیا ده او دې ته ورته نور معیاري ځایونه هم باید جوړ شي.