Asset 1SWN

بدخشان کې یوې نجلۍ ځان‌وژنه کړې

Badakhshan-FaizAbad-2-p9ip5vbgegd0dw20ywgx7q299idsro0rsaz9a4opl4

بدخشان کې محلي سرچینې وايي چې نن یکشنبه د غبرګولي اوومه د یاد ولایت مرکز فیض‌اباد اړوند سیمه کې یوې نجلۍ ځان‌وژنه کړې ده.

د سرچینې په وینا، یادې نجلۍ د فیض‌اباد ښار د درېیمې حوزې اړوند شورابک سیمه کې سیند ته ځان اچولی او ځان‌وژنه یې کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سرچینې همداراز زیاته کړه چې د دغې نجلۍ جسد د سیمې خلکو له‌خوا له سیند څخه رااېستل شوی دی. د یادې نجلۍ عمر ۲۵ کاله ښودل شوی دی. په ورته مهال سرچینې د دغې نجلۍ د ځان‌وژنې لامل او انګېزه کورنۍ ستونزې بللي دي.

د بدخشان د امنیې قومنداني مطبوعاتي مسوول احسان‌الله کامګار بیا د یادې نجلۍ ځان‌وژنه نه تاییدوي او وايي چې نوموړې د سیند پر غاړه د چکر پر مهال اوبو ډوبه کړې او مړه شوې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې څه موده وړاندې هم دغه ولایت کې یوه ۱۵کلن ځوان ځان‌وژنه کړې وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام